غزل

شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي

دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

واړه کلي په دروغو وي وران کړي

چې خبره څو رښتيا ته پاتې کيږي

د غيرت تمه له هغو خلکو مه کړئ

چې د ننګ ميدان کې شاته پاتې کيږي

چې حالات داسې ترينګلي غوندې ښکاري

دا وطن به بيا ملاته پاتې کيږي

د يار دوه سترګې کشمير مخ يې کابل دى

اننګي يې پښتونخوا ته پاتې کيږي

د سپين ږيرو علامې راباندې راغلې

د نن کار رانه سبا ته پاتې کيږي

چې ښايست به دې له څه سره تشبه کړم

ګلابونه دې ښکلا ته پاتې کيږي

دا خو سر ماښام لاړو کمالزيه!

تا خو وېلې چې بېګا ته پاتې کيږي