ته مې زړه ته مې ځيګر غوندې جانانه
ته مې سترګې ته نظر غوندې جانانه
بې له تا مې کومه بله خوښي نشته
ته برات ته مې اختر غوندې جانانه
زندګي مې واړه ستا له سره ځار شه
ته مې شپه ته مې سهر غوندې جانانه
ستا په عشق کې تر منزل رسيدل غواړم
ته مې لورى ته سفر غوندې جانانه
نازولې اشنا څه به درته وايم
ته مې ستورى ته مې لمر غوندې جانانه
ګلورينه
08.03.2010
- نصرت الهام
غزل
شېرحسن کمالزی
داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي
دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي
واړه کلي په دروغو وي وران کړي
چې خبره څو رښتيا ته پاتې کيږي...
14.03.2010
- نصرت الهام
بنــــده ، بنـــده شــــــــاعري ، بې پيــــــونده شاعريځنې خلک چلــــــــوي ، لکـــــــــه ژرنده شـــــــاعري
خدای وهلی دی چې چا ، کړ خپل ژوند شاعرانهبريالی دی چې کوي ، څــــــــوک له ژونده شاعري
د رنګونو پرېمــــــاني ، او د ژبې مصنـــ...