د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

نصرت همت شينواری 

کابل

کابل

 لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلوسه کې وم اوکابينه به چې څومره ځنډېده،هومره به مې ورسره تلوسه هم بې کچې ډېرېده.بالاخره کرزي صاحب دکابينې لېست اعلان اودباور درايې لپاره يې پارلمان ته وړاندې کړ.همداشېبه ماته هم ددې خبرد اورېدلولپاره يو ملګري زنګ وواهه.

 

دراډيوه ستنه مې تاوه کړه اوپه هغه ځای مې ودروله چې دپارلمان فضايې منعکس کوله.خوپه ځای ددې چې د وزيرانو نومونوته کلک غوږکېږدم،ټوله توجومې هغه محترم ځان ته جلب کړه، چې په خورا احتياط اوتعادل يې دوزيرانورايې دافغانستا په دوه رسمي ژبو (پښتواودري) شمېرلې.له يوڅخه ترشلوبه يې په پښتوژبه اوله شلوڅخه هاخوابه يې په دري شمېرلې،بيابه يې هم داسلسه جاري وساتله . ددې صحنې په اورېدو ماسره ناستوملګرو وخندل.البته هغوی به ترې ديوې مزاحيه صحنې مفهوم اخيستی و.خوزه ترې په مفهوم اخيستوکې مغشوش غوندې شوم.ځکه که ده محترم په دې خاطر په دوه رسمي ژبورايې شمېرلې چې پښتوژبي په دري نه پوهېدل اويابرعکس،نوپدې صورت کې خو دواړه طرفونوله شمېرنه بشپړمفهوم نه شواخيستلای،اوکه په دې خاطريې دتلې په پله کې درغلي نه کوله چې ګوياتعصب به نابودکړي،نوداهم دمنلووړنه وه.ځکه چې که ديوې شېبې لپاره هم  د ځينو متعصبينو له مغزونه دتعصب ګنده نشه وتلې وای،نوددې صحنې په اورېدويې يوځل بياسرته راتله او په پوره غورسره يې دی څارۀ، چې دتلې کومه پله درنده ياسپکه نه کړي.اوهغه خلک چې تعصب نه لري له هغوسره هم شل پوښتنې پيداکېدې،چې: دې سړي ولې په دواړو ژبوحساب وايه.اياپه دې خاطريې په يوه ژبه نه ويل چې دخلکوله تريخ غبرګون سره به مخ شي؟ اياهلته ناست د ولس نماينده ګان اوس هم ددې خارجي توطيې په جال کې راګېردي؟ آيا افغانانوتراوسه هم هغه نابوده ټکی له مغزونه دی ويستلای چې درې لسيزي يې دوی وکړول، دبل د در ملنګان يې کړل، يودبل دوينوتږي اودښمنان يې کړل، هېواديې ټوټه، ټوټه او ان دتجزيې دمفکورې ترحده ورساوۀ؟ دا اوداډول نورې پوښتنې دهر اورېدونکي ذهن کې پيداکېدې؛ نوځکه مې وغوښتل چې په دې موضوع يوڅه وليکم اوګران هېوادوال دې ته متوجې کړم، چې ولې؟ دلته د تعصب پر خلاف دا ډول هڅې د تعصب اور ته پوکي ورکول ګرځېدلي دي.