مخالفت

په پټه ، پټه نه کيږي اشنا مخالفت
په کار دی د سقاو ښه برالا مخالفت

دربار و او سرکار و ؛خو ناتار يې و په قام
اعلان کړ د مغول چې خوشالا مخالفت

سبا مې په سل واره بدتريږي تر پرون
کووم ځکه د دور د بقا مخالفت

چې هم يې د سر خير غواړې او هم د سر بلا
په دې ډول خو نه کيږي د چا مخالفت

ځه خير ! ، زه يې منم ؛خو عجيبه خبره نه ده؟
" نظام ته تبليغات او د پاچا مخالفت " 

جګړې د ارزښتونو زموږ لارې کړې جدا
په سرو ،سپينو خو نه و زما او ستا مخالفت 

جلال امرخېل