ډاونلوډ کړئ                       

     غزل

 داسوى ستي وطن پرېږدئ چې لږ وخاندي

دغه غيرتي وطن پرېږدئ چې لږ وخاندي

دا د مرګ او وينو سين دا د زړه چاودون محل

دا ژوبل زخمي وطن پرېږدى چې لږ وخاندي

مه وژنۍ د شپوپه تيغ رون د مستقبل څراغ

ستړى فريادي وطن پرېږدى چې لږ وخاندي

اوښکې د پيغلوټو مې چغې د مظلوم يتيم

زوى د مورمني وطن پرېږدى چې لږ وخاندي

غاړه کې پرته شمله پرې چې هسکه هسکه شي

خلکو دا ننګي وطن پرېږدى چې لږ وخاندي

داد وچکالي ګلان اور نۀ اوبېدل غواړي

تږى د سپرلي وطن پرېږدى چې لږ وخاندي

اسحاق ننګيال