غزل

 

څه کافر نه دى ايمان په کې ژوندى دى

زړه لرمه او ارمان په کې ژوندى دى

د نړۍ هر يو توفان په کې ژوندى دى

خو زما افغانستان په کې ژوندى دى

د ژوندون شېبې مې نه دي بې ارزښته

تصور مې د جانان په کې ژوندى دى

زما اوښکې دي چې دا ګلشن تازه دى

دا شبنم او دا باران په کې ژوندى دى

دا چې زه داسې ژوندى په ځمکه ګرځم

زما زړه او زما ځان په کې ژوندى دى

                                                            نصرت الهام