غزل

جانــــانه د ښـــــايست په طــــاقت ويـــــاړه سلامي يم
وچــــــيږي مـــــې په خـــــوله کې ورنه لاړه سلامي يم

قربان شم سپين رخسار دې لکه سپين بيرغ د سولې
نو ځـــــکه خــــــو اشـــــنا درته په دواړه ســـــلامي يم

نور بـــس کړه تـــــا ګـــټلې مـــا بـــايـللې پروا نه شته
بيلتونه نور له مانه لـــــمن نـــــغاړه ســــــلامــــي يــم

ګيلې مانــــې دې پـــــرېــــږده تـــه په حـــقه زه نا حقه
شپه تېره شـــــولــــه زر راکـــــوه غــــاړه ســـلامي يم

راګوره تـــش په دې بـــه دې څـوک نه وژني درمانه!
ته ګوره چـــــــې په بــــــام درتـــــه ولاړه ســـلامي يم

 

 قدرت الله درمان - سعودي عرب