غزل

د نفرتــــونو پـــه ځــــنګل كـــې پروت دى
د ښكلا ذوق د هوس تل كې پــــروت دى

بې ننګۍ څـــــومـــــره انـــــتها كړې ده!!
د زړه مېلمه بهر درشل كــــې پـــروت دى

عشــــــق منزل ته رسېـــــدلـــــى نــــــه دى
عشق شيندلى په محفل كې پــروت دى

"ننګ" د لفظونو يو كـــالبوت پاتې شو
"پت" د بې پتو په غوبــل كې پروت دى

خيــــرخــــوا دنــــيا راباندې ټوله پوى ده
راز مې ســـاده بـــاده غــزل كې پروت دى

لطف الله خيرخوا - اسلام آباد