غزل

مدثر همراز

غونچه غونچه دې کړم ګلاب دې کــړم راټول دې کړمه

مــــخ تـــه دې ونـــيوم کــــتاب دې کــړم راټول دې کړمه

 دا نه وانـــه زړه بــــه مــــې هــــرځـاى ګـــرځاوه درپسې

ښه شوه په شا شولې ځواب دې کړم راټـــول دې کړمه

 هلمـــنده ډېــــر دې امـــــــتحان بـــــې تــــابه کړى ومه

شمله دې هسکه شوله تاب دې کړم راټــــول دې کړمه

 زه لېــــــونى خــــو مـــــورې هــــر خوا د ګناه پسې تلم

دا ستا دعاء وه چې ثواب دې کـــړم راټــــول دې کــړمه

 د غريبــــۍ ګــــرېوان مــې څيـــرې تــــر لـــمن پـورې و

مينې دې خان کړمه نواب دې کړم راټول دې کـــــــړمه

 اوس مې نغمې په ټول وطن خورې ورې شـولې چــې

ښکليه شاعر دې کړم رباب دې کړم راټـول دې کړمـــه

مدثرهمراز