فى البديهه انلاين په زړه پورې مشاعره

 

hanif_hairan has joined the conference.

 jalal ahamd has joined the conference.

 rustam_student2007 has joined the conference.

 Nasrat Ilham: اوس  ټيک شو

hanif_hairan: مړه دا څه دې شروع کړي دي

Nasrat Ilham: څنګه وکړم ياره د جواين پر  ځاى مې کنسل کړ بښنه غواړم يار

Nasrat Ilham: ښه تاسو خو دا بيتونه وليکئ چې څه مو ليکلي دي

hanif_hairan: ياره جلال يې راسره نه مني

hanif_hairan: هغه وايي چې دا شرنګېدلی مرنګېدلی نه دی

Nasrat Ilham: هغه ښه و کنه

Nasrat Ilham: هغه څه و چې هغه جلال دوه بيتونه پکې ليکلي و

jalal ahamd: راغلم

hanif_hairan: بس اوس بېرته پښېمان شو

Nasrat Ilham: څه شو شعر خو وليکئ کنه ښه شعر و ياره

rustam_student2007: يارانو دلته د الهام اشنا مسجونه نه ښکاري که هغه مسج نه کوي.

Nasrat Ilham: اوس يې وينې اوس درته ښکاري که نه؟

rustam_student2007:  حيران صيب کنفرانس ته ما بيا را دعوت کړئ کېداى شي دا ستونزه هواره شي.

hanif_hairan: مړه دا جلال دې تکړه شي او مطلع دې وليکي

rustam_student2007:  الهام جانه ته اوس مسج وليکه

hanif_hairan: اوس څنګه شو؟

Nasrat Ilham: دادى  ومې ليکه

Nasrat Ilham: اوس يې وينې

rustam_student2007: ستاسو مسج وينم حيران صيب د جلال هم راځي خو لا مې د الهام نه دى ليدلى

jalal ahamd : ښه ځه خير دى وبه يې ګورې الهام په خپل کمپيوټر کې څه ستونزه لري.

Nasrat Ilham: نه مړه زه خو د ټولو وينم

Nasrat Ilham: کېداى شي ما سره په دې ايميل ادرس کې رستم نه وي اډ شوى او همدې ستونزه پيدا کړې وي.

Nasrat Ilham: حيران چرته دى ؟

rustam_student2007: تاسو ته د الهام مسج ښکاري

hanif_hairan: هو راته ښکاري

hanif_hairan: دلته بيا درې پاوه وروسته برقونه ځي

hanif_hairan: مړه دا څه مو ترې جوړ کړل

jalal ahamd: خو شروع کړئ کنه ياره مشاعره

hanif_hairan: بس امرخېله هسې دې پکې لغتې ووهلي اوس خو يې راجوړه کړه کنه؟

jalal ahamd: نو زه خو لګيا يم ما خوڅه نه دي ويلي هماغه مطلع شوه.

Nasrat Ilham: څۀ شو ل هغه بيتونه ښه و ياره

jalal ahamd: او ما څو بيتونه هم پکې وليکل

rustam_student2007: ښه لږ خواږۀ شئ سره

rustam_student2007: hahaah

jalal ahamd: تاسو هم پکې بيتونه وليکئ

Nasrat Ilham: کومه ده مطلع

hanif_hairan: نه ياره چې ستا نه وي خوښه پاتې دې وي بله راوګورئ

rustam_student2007: څه قافيې چې وې ټولې تا ونيولې نو

jalal ahamd:: همدا مې خوښه ده

rustam_student2007: اوس سهي شو اوس د ټولو ليکل لوستلاى شم .

jalal ahamd: حيران صيب ته هم مطلع له سره وليکه او رستم دې هم خپل بيت له سره وليکي هغه وينډو ختمه شوه هغه ليکل ختم شوي دي له سره يې پيلوو.

Nasrat Ilham: ما خو  لا مطلع نه ده ليدلې تاسو خو يې يوځل وليکئ ظالمانو چې زه خو  يې هم وګورم ددې ناوې  مخ

hanif_hairan: سمه ده

jalal ahamd: : زما بيت دى : وکړه ننداره مې د زړګي د داغ = هسې لاله زار ته کيسه مه پرېږده

rustam_student2007: یارانو کومه نوي مطلع را ونیسئ

jalal ahamd: نه بس هماغه مطلع شوه

rustam_student2007: زه خو وایمه لدې نه به تیر شو

Nasrat Ilham: ولې ترې تېرېږئ ؟  اوس رالوېدلې ده غم يې مه کوئ هسې هم انلاين مشاعره ده.

Nasrat Ilham: اغيار ته کيسه مه پرېږده بيت هم ډېر ښايسته و چې ما وليده خو تر اوسه مې لا مطلع نه ده ليدلې

hanif_hairan: شپه شوه انتظار ته کيسه مه پرېږده....شپه ښه ده سهار ته کيسه مه پرېږده

hanif_hairan: مطلع داسې وه

jalal ahamd: : وکړه ننداره مې د زړګي د داغ = هسې لاله زار ته کيسه مه پرېږده

rustam_student2007: زما بیت و

rustam_student2007: زړه مې راته وایی خپله ورشه ته = نن خو دې ریبار ته کیسه مه پریږده

jalal ahamd: دا الهام چرته دى؟

jalal ahamd: ګنګس مې کړه شراب مې په سر واړوه = غرق مې کړه خومار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: زما دوهم بيت دې وليد حيرانه! څنګه و

rustam_student2007: ډېر ښه

rustam_student2007: زبردست ؤ

hanif_hairan: ډېر ښکلی دی

hanif_hairan: ښه وايئ که نه

jalal ahamd: الهامه هغو زړو بيتونو نه تېر شه اوس نوي ليکو ته چرته يې؟ او حيرانه نوبت دې دى

Nasrat Ilham: شپه شوه انتظار ته کيسه مه پرېږده = شپه ښه ده سهار ته کيسه مه پرېږده...وکړه ننداره مې د زړګي د داغ = هسې لاله زار ته کيسه مه پرېږده ... زړه مې راته وايي خپله ورشه ته =  نن مړه رېبار ته کيسه مه پرېږده ... ګنګس مې کړه شراب مې په سر واړوه = غرق مې کړه خومار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: وايه کنه سړه مه پکې راوله

hanif_hairan: ښه

Nasrat Ilham: مړه زما خو پرې ماغزه کار نه کوي

jalal ahamd: زنده باد الهامه تر اوسه همدا بيتونه دې چې تا سره يوځاى کړل، نور ورپسې ليکئ، اوس يې خوند پيدا کړ.

hanif_hairan: هو

rustam_student2007: الهام څه ولیکل

rustam_student2007: ماته خو نه ښکارې بیا

Nasrat Ilham: مينه په عمل کې ورته وښايه .......... خوله باندې اظهار ته کيسه مه پرېږده

Nasrat Ilham: خداى خبر دا بيت به څنګه وي جلاله ته ووايه کنه

jalal ahamd: بس ښه دى ياره له نيشت نه شه دى او اوس چې دې شروع کړل نور هم ورپسې ليکه

Nasrat Ilham: ښه سمه ده

Nasrat Ilham: رستم اشنا ما اوس په دې برېښناليک کې هم اډ کړې اوس به ستونزه نه وي انشاءا لله

jalal ahamd: پام ،چې فيصله کې رقيب ګډ نه شي = دې بې هودې مار ته کيسه مه پرېږده

Nasrat Ilham: واه واه ډېر ښه

rustam_student2007: خیر که تروږمۍ ده او ځنګل هم دی = مینه کوو ډار ته کیسه مه پریږده

rustam_student2007: هو ګرانه اوس بیخې صحیح شو

hanif_hairan: ډېر ښه

Nasrat Ilham: بس چې صحيح شو ښه شو کنه

Nasrat Ilham: بيت دې هم ډېر ښايسته دى

jalal ahamd : رښتيا هم ډېر ښه بيت دى

rustam_student2007: یارانو دا ما څه ګډوډ  ولیکل

rustam_student2007: ما په خپلو سرو سترګو کې وسیزه = نه ګرانې انګار ته کیسه مه پریږده

jalal ahamd: ډېر ښه دى ياره خو دا ( نه ) دې پکې بې سُره کړ.

hanif_hairan: ما دخپلو سترګو په اور وسېزه......وه ګرانې انګار ته کسه مه پرېږده

jalal ahamd : هو اوس ښه شو.

rustam_student2007: سمه ده

jalal ahamd: زړه د ملائېکو مخ ته وسپړه = نه، د خدای ديدار ته کيسه مه پرېږده

حيرانه وايه کنه څنګه دى ؟

hanif_hairan: را دې کړه دنيا د زړه چې هر څه ده....مه درومه بازار ته کيسه مه پرېږده

rustam_student2007: دلته که اوسیږې راز دې خپل ساته = دلته اعتبار ته کیسه مه پریږده

hanif_hairan: ولا زه پرې سم پوی نه شوم

Nasrat Ilham: زه هم پرې سم پوه نه شوم

jalal ahamd : زما په بيت پوه نه شوې ؟

hanif_hairan: هو ستا په بيت

Nasrat Ilham: او کنه ستا په بيت

jalal ahamd: بس خير تېر شئ ورنه

rustam_student2007: زما بیت څنګه دی

rustam_student2007: ؟

jalal ahamd: زما مطلب دا و چې په قبر کې هرڅه سوال ځواب وکړه د محشر ورځ ته يې مه پرېږده

hanif_hairan: ګوزاره کوي

Nasrat Ilham: نه ياره دا خو انلاين مشاعره ده تېرېدل ترې  نشته همدا  خبره  به دې د رفرنس غوندې پکې پرته وي

jalal ahamd: خير خو وضاحت مې وکړ

Nasrat Ilham: بيا خو ښه دى خو دا قبر پکې ياد کړه چې روښانه شي

hanif_hairan: هو همداسې ده

hanif_hairan: ياره له لومړۍ نيم بيتي نه سړی دا مانا نه شي اخيستلی چې دا دې د قبر مرحله وي

jalal ahamd: داخو ده ياره خو بس چې هره مرحله يې بولې خو د محشر له ورځې مخکې مرحله ده.

hanif_hairan: زړه قبر کې وسپړه ملکو ته = نه د خدای ديدار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: هو داسې به ښه راشي، حيرانه اوس دې منم چې پير يې ډېر دې ښايسته جوړ کړ

hanif_hairan: نه ياره د زړه خوښې ته دې ګوره

Nasrat Ilham: زړه قبر کې وسپړه ملکو ته ..... نه د خداى ديدار ته کيسه مه پرېږده

hanif_hairan: زه خو هسې يو نيم ګل پکې واچوم چې رانه خفه نشئ

rustam_student2007: ښه مخکې ځئ

hanif_hairan: زه راغلم، ته رانغلې، ګيلې مانې.......مينه کوه، وار ته کيسه مه پرېږده

hanif_hairan: ياره خدايزده دا مې څه وليکل؟

jalal ahamd: دا وطن د غچ د اخيستلو دی = دلته کې سرکار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: حيرانه ياره ستا بيت مې خوښ نه شو  

hanif_hairan: هو زما هم خوښ نه  دی

rustam_student2007: لږ سکته ګي لري

rustam_student2007: بس چې سترګې خښې کړې نو مړ مې کړې =  خوشې دې بمبار ته کیسه مه پریږده

jalal ahamd: زما بيت دې ولوست حيران

jalal ahamd: رستم اشنا ستا بيت هم خراب دى

hanif_hairan: ياره که ستا بيت کې لږ ګوتې ووهم

jalal ahamd: اجازه ده ياره

hanif_hairan: دغه وخت د غچ د اخيستو وخت دی......دې وخت کې سرکار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: ډېر ښايسته به شي ياره

rustam_student2007: هو ولا بس ګډ وډ خو دی

jalal ahamd: چاته به وايې نه چې تا پکې ګوتې هلې دي

Nasrat Ilham: وه شروع کيسه په پېښور کې خو..... راشه ننګرهار ته، کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: ولا ډېر ښايسته دى، ننګرهار ما په زړه کې نيولى و خو مخکې شوې رانه جادوګره!

hanif_hairan: ښه بيت دی الهامه

rustam_student2007: هو ډېر ګلالی دی

jalal ahamd: مرم خو مرم ، خو زلفې لږ راحت لري = و مې وژنه دار ته کيسه مه پرېږده

jalal ahamd: دا هم يوبل بدرنګه بيت

rustam_student2007: یاره ښه بیت دی

rustam_student2007: بلکې ډېر ښه دی

hanif_hairan: پرېږده چې په زلفو کې دې وزانګم..... ته ښه يې، چنار ته کيسه مه پرېږده

Nasrat Ilham: کيسه په ګډو وډو سرشوه لکه چې بيخي ناول ترې جوړ شو . هاهاهاهاهاها

jalal ahamd: ياره دې قافيه او رديف کې ولاکه ښه خيال ځاى کړې زه خو له اوله درته لګيا يم.  

hanif_hairan: جلاله ما دې بيتونه درسم کړل اوس يې نو راسموه که نه؟

jalal ahamd: ولا چې د زړه په زور درسره بيتونه ليکم

Nasrat Ilham: ښه داسې به وکړوچې همداسې به يې کنټينيو کړو بله مطلع به واچوو، په دې کې هسې هم  قافيې  نورې ختمې ښکاري، که څنګه ؟

Nasrat Ilham: پروا نه کوي چې انلاين مشاعره شوه نو په مشاعره کې خو شعر نه وي بلکه شعرونه وي دوه غزلونه دې شي کنه

Nasrat Ilham: څنګه ؟

jalal ahamd: http://aryen.bloguna.tolafghan.com/posts/10742

hanif_hairan: خير اوس مو شروع پرې کړې ده چې هر ځای ته پکې ورسېدو

jalal ahamd: دا پورتنى لنک وګورئ زما د يو ايار شعر دى ويې لولئ

jalal ahamd: هو ياره دا به نوره پرېږدو بله مطلع به شروع کړو، الهامه مطلع شه پرې!

hanif_hairan: ښه ته زما پاس بيت وګوره چې څنګه دی؟

jalal ahamd: حيرانه صفا به يې درته ووايم چې ښه نه دى

rustam_student2007: هاهاهاهاها

Nasrat Ilham: هاهاهههاهاها

Nasrat Ilham: يخ شوې .

hanif_hairan: خو ښه يې که کنه!

hanif_hairan: الهامه لس بجې شوې دعا کوه چې برېښنا غمازي ونکړي

Nasrat Ilham: مړه غلى کېنه

jalal ahamd: ښه الهامه وايه! بله مطلع شه

Nasrat Ilham: مطلع درکوم لږ صبر راته وکړه، هسې نه داسې مطلع درنه کړم چې بيا راپورې خاندئ

rustam_student2007: مطلع به څوک شي؟

Nasrat Ilham: بيا به راشي شپې د سندريز ماښام ............. زه ته او ټپې د سندريز ماښام

jalal ahamd: بس خوښه مې ده.

rustam_student2007: هله کنه زرکوه شروع یی کړه = خوند کوي نغمې د سندریز ماښام

Nasrat Ilham: يو مې ستا نرى ترنم هېر نه شو .... بل هغه شېبې د سندريز ماښام

rustam_student2007: ولا ډېر ښه دی

Nasrat Ilham: دا يوه ژوندۍ صحنه ده چې بس تش په لفظونو کې مې ونغښتله

rustam_student2007: بس مزه یی هم ډېره ده

jalal ahamd: ياره الهامه شېبو کې دې خراب کړم، ما پرې فکر کاوه، ستا ډېر ښايسته بيت دى، خو اوس به څوک د خوب نوم په خوله نه اخلي.

rustam_student2007: خو داسې کوۍ چې کوم بیت باندې له څو نظر نه وي اچول شوی ورڅخه مه تیریږۍ یانې بل بیت مه لیکۍ

Nasrat Ilham: شپه له ١١ واوښته حيران به اوس څنګه راټينګ کې، حيرانه راځه پرې مه روسته کېږه

jalal ahamd: ويم هسې نه څوک ووايي چې خوب راځي.

Nasrat Ilham: هله کنه ژر کوه شروع ې کړه... خوند کوي نغمې د سندريز ماښام

Nasrat Ilham: ډېر ښه بيت دى رستم اشنا

rustam_student2007: مننه یاره

Nasrat Ilham: دغه چا ووې چې خوب راباندې راغى

hanif_hairan: ياره مازدېګر او سهار مې سندريز اورېدلي و خو ماښام خو د تيارې زېری دی څنګه سندريز؟؟؟

jalal ahamd: حيرانه ګوتې مه پکې وهه. له ماښامه بل سندريز تصوير نشته ضرور خو نده چې سندريز دې د رڼا نښه وي، دلته د سندريز ماښام نه شاعرانه ماحول او شاعرانه منظر مراد دى.

Nasrat Ilham: غني بابا وايي: ساز د ماښام ښکلى ............. لمونځ د سهر وايه

Nasrat Ilham: ويل کمتر وايه = خو په هنر وايه .... چې ژبه لويه لري = هغه ته خر وايه... بوډا ته خداى يادوه = ځوان ته هنر وايه ....  ساز د ماښام ښکلى لمونځ د سهر وايه... چې وي هجړا د بدو... هغه ته نر وايه.... غمى په هار کې يو ... خو در ګور هر وايه

hanif_hairan: ښه نو چې تاسې يې وايئ

hanif_hairan: تاسې پسې هسې ورنښتي ياست.......نه وي هيڅ مزې د سندريز ماښام

jalal ahamd: هېرې به مې نه شي، که مړ هم شمه =  ته او ستا کيسې د سندريز ماښام

jalal ahamd: الهامه بيت مې درته وليکه

Nasrat Ilham: ډېر ښايسته بيت دې ليکلى دى

jalal ahamd: الهامه خوښه دې نه ده چې ( د ) په ( په ) واړوو  (په سندريز ماښام) يې کړو لږ به نور هم پراخه شي

Nasrat Ilham: ښه خبره ده خو که په دې جوړو شويو بيتونو کې څه مشکل نه پيدا کوي ډېره ښه ده

rustam_student2007: سور یی  له شرابو نه هم تېز ښکارې = وانخلې نیشې د سندریز ماښام

rustam_student2007: لکه څنګه

rustam_student2007: ؟

rustam_student2007: که داسې شي

rustam_student2007: سور یی له شرابو نه هم تیز ښکاري = وۍ کنه ، نېشې د سندریز ماښام

hanif_hairan: نه ياره په خپل حال ښه دی

jalal ahamd: زور د جينکو د زړه اوبه مه شه = مړې مه شه ډېوې د سندريز ماښام

hanif_hairan: ډېر ښه شعر دی جلاله

Nasrat Ilham: بيا به راشي شپې د سندريز ماښام ............. زه ته او ټپې د سندريز ماښام ......هله کنه زرکوه شروع یی کړه    خوند کوې نغمې د سندریز ماښام..........يو مې ستا نرى ترنم هېر نه شو .... بل هغه شېبې د سندريز ماښام  ......... هېرې به مې نه شي ، که مړ هم شمه ته او ستا کيسې د سندريز ماښام ...........سور یی له شرابو نه هم تیز ښکاري     وۍ کنه ، نېشې د سندریز ماښام......زور د جينکو د زړه اوبه مه شه .... مړې مه شه ډېوې د سندريز ماښام

rustam_student2007: جلاله اشنا پوه نه شوم په دې وروستي بيت دې

jalal ahamd: حيرانه رستم پوه کړه

rustam_student2007: څنګه جینکۍ دې له ډيوو سره تشبه کړې دي

Nasrat Ilham: ډېر ښايسته بيت دى زما په دې ټولو کې همدا ترټولو زيات خوښ شو

hanif_hairan: ډېر عالي شعر دی

rustam_student2007:صحیح شو یاره ، ورسېدم پوه شوم اول یی راته کوم تړاو نه ښکاریده ، بس خوښ مې شو

hanif_hairan: ځه چې ترې خمار ته رنګ په پور واخلو....سترګې شولې سرې د سندريز ماښام

jalal ahamd: واه واه حيرانه اوس دې د شاعرۍ رنګ وښودۀ، اوس دې منم پيره!  

rustam_student2007: ډېر ښه

hanif_hairan: مړه دومره مې توت ته مه خېژوئ

hanif_hairan: هاهاهاهاهاها

jalal ahamd: د ختلو به څه ختلى وي

Nasrat Ilham: ياره رښتيا هم چې  ډېر عالي بيت دى

Nasrat Ilham: د خمار رنګ جانانه ترکيب هغه هم د سندريز ماښام نه په پور اخلي، واه واه

Nasrat Ilham: منم دې ياره

Nasrat Ilham: شېخه راشه روح دې پرې تازه کړه لږ ... واړوه تسپې د سندريز ماښام

jalal ahamd: واه الهامه اوس نو شاعري خوند اخلي.

rustam_student2007: و یی ګورۍ چې څنګه دی

rustam_student2007: خپله مې هم پرې ذهن نه رسي

rustam_student2007: سم لکه جنت کې چې مېلې وکړې = نشته اندازې د سندریز ماښام

rustam_student2007:څنګه دی؟ حیران څه وایی؟

jalal ahamd: za poh shwam

jalal ahamd: da laka che shpa pa pakhedo she no zrra pa drazedo she

rustam_student2007: الهام جانه ډې خوندور بیت دی ستا

Nasrat Ilham: مننه ياره

rustam_student2007: څنګه سندریز ماښام   یوازې د موسیقیت رنګ لري او که د عبادت لپاره هم ښه راتللی شي، دا مې وه پوښتنه، یارانو پوښتنه راته ځواب کړئ؟

Nasrat Ilham: موسيقي هم د روح غذاء ده که څوک مې نه وهي

rustam_student2007: هاهاهه، خو دا در سره تحسین نه مني

jalal ahamd: خدای خو دې قبولې ګرانې هېڅ نه کړي = ستا د خولې ښېرې د سندريز ماښام

Nasrat Ilham: راشه چې يو نوى غزل وليکم = واغونده جامې د سندريز ماښام

Nasrat Ilham: خداى خو دې قبولې ګرانې هېڅ نه کړي = ستا دغه ښېرې د سندريز ماښام جلال ياره ډېرښه دى خو ما په يو څه بدلون سره وليکه ( د خولې) مې ترې لرې کړ .

rustam_student2007: زه پکې بې سوره شم ، بې خوده شم = نه منم ګیلې د سندریز ماښام

rustam_student2007: او جلال ستا د بیت په اړه به ووایمه، چې دېر مزیدار دی

rustam_student2007: ستا بیت

rustam_student2007: څه شوئ؟

rustam_student2007: لکه چې برېښنا لاړه

rustam_student2007: ملګري نه ښکاري جلاله.

rustam_student2007: څه شول؟

Nasrat Ilham: نه ياره برېښنا خو شته دى خو حيران نشته

hanif_hairan: ښه

hanif_hairan: ښه بيت دی

rustam_student2007: راشه چې یو نوی غزل ولیکم = وا غونده جامې دسندریز ماښام

rustam_student2007: دا د چا بیت دی؟

jalal ahamd: درمان ټولو ته سلام وايي

rustam_student2007: و علیکم السلا

hanif_hairan: وعليکم سلام

rustam_student2007: را  دعوت یی کړه، کنفرانس ته

jalal ahamd: په ټلفون و، ټلفون يې کړى و

rustam_student2007: ښه

Nasrat Ilham: زمونږ سلامونه هم ورورسوه

hanif_hairan: سمه ده

rustam_student2007: بیا بخښنه غواړم

rustam_student2007: زه پکې بې سوره شم ، بې خوده شم = نه منم ګیلې د سندریز ماښام

rustam_student2007: دا څنګه دی؟

jalal ahamd: دا هم ښه دى  

Nasrat Ilham: ښه دى خو دومره سندريز نه دى لکه سندريز ماښام

hanif_hairan: د دواړو نيم بيتو تړون نشته سره

rustam_student2007: څنګه یی تړاو نشته، حيران صيب

Nasrat Ilham: ياره رستم جانه ته په پوښتنه کې هم پوښتنه کوې

rustam_student2007: مطلب په کې دا دی، که له ما نه کوم کار په کې شوی وي په سندریز ماښام کې نو زه خو بې خوده ومه هغه ګیلې میلې نه منم، نور نو خپله ښه پوهېږئ

rustam_student2007: هاهاهاها

Nasrat Ilham: هاهاهاهاهاها

hanif_hairan: ورېبل ګلونه مرد کو د مرګ.......وشوې جنازې د سندريز ماښام

Nasrat Ilham: پرېږده چې حيران ايله راپيدا شو او ته ترې پوښتنې کوې بېرته مروريږي ګوره

rustam_student2007: هاهاهاها

hanif_hairan: نه ياره ولې به مرورېږم

rustam_student2007: نه کنه حیران صیب خو زما د زړه ټکور دی

rustam_student2007: ولې به مروریږې

rustam_student2007: ما سره یارانو ټولې ختمې شوې = دغه قافيی د سندریز ماښام

jalal ahamd: حيرانه ډېر لوکس بيت دى . ورېبل ګلونه مردکو د مرګ = وشوې جنازې د سندريز ماښام

نور يې د صفت لپاره توري نه لرم.

Nasrat Ilham: رښتيا هم ښه بيت دې  ډېر عالي  دى

Nasrat Ilham: ما ځان سره واخيسته

jalal ahamd: زه يې په رښتيا او دروغو نه يمه = خوند کوي وعدې د سندريز ماښام

hanif_hairan: زه يې په رښتيا (او)  ترې لرې کړه

hanif_hairan: زه يې په رښتيا، دروغو نه يمه

rustam_student2007: اشنا واقعً ښه بیت دی

hanif_hairan: داسې به پوره راشي

jalal ahamd: ښه شوه، پښېمانه شوې، ايساره شوې = زړه مات و نيږدې د سندريز ماښام

hanif_hairan: وه ياره ډېر ښه

hanif_hairan: خو ګوره زه پکې څه وايم

hanif_hairan: خامخا پکې وايم

jalal ahamd: وايه کنه ياره

hanif_hairan: البته دا زما نظر دی

jalal ahamd: مهرباني وکړه!

Nasrat Ilham: ښه نظر دې ووايه، بيت  خو ښه دى ډېر ښه دى

hanif_hairan: ښه شوه ، پښېمانه شوې، ايساره شوې.....زړه چاود و، نيږدې د سندريز ماښام

hanif_hairan: بس نوره دې خوښه

jalal ahamd: ډېر به ښه شي ياره، ډېربه ښايسته شي  .

rustam_student2007: هو یاره زه يې هم تاییدوم

Nasrat Ilham: رښتيا هم ښه راځي په دې ځاى کې د مات پرځاى چاود ډېر پرځاى راځي

hanif_hairan: بس خو امرخېل ما نه مني

hanif_hairan: هاهاهاهاههاهاه

jalal ahamd: هاهاهاهاها

jalal ahamd: نه ياره زه خو دې منم خو ته ټپه ايزې مه ليکه نوره انډيوالي جوړه ده .  هاهاهاهاها

hanif_hairan: هاهاهاهاه

Nasrat Ilham: هاهاهاهاهاهاهاها

hanif_hairan: زما پوهه او هنر په کاڼو ولي.....د تيارو ملګري لمر په کاڼو ولي

jalal ahamd: هاهاهاهاها

jalal ahamd: هاهاهاها

Nasrat Ilham: دا ټپيزې او ټپه ايزې هم يوه ګوته لري

rustam_student2007: هاهاها

jalal ahamd: حيرانه ته خو به هم ښه خاندې چې دا څه غم سره اوښتى يم .  

hanif_hairan: هو ولا چې

Nasrat Ilham: غم ته سړى خاندي او که ژاړي ورته

rustam_student2007: تا ته به همیش، همیشه خلاصې وي = ټولې دروازې د سندریز ماښام

jalal ahamd: اوښکو مې د زړه د وينو رنګ راوړ = سترګې مې کړې سرې د سندريز ماښام

rustam_student2007: زه لکه چې په کې نه یمه یارانو

rustam_student2007: د جلال بیت ډېر خوندور دی

hanif_hairan: هو خوندور بيت دی

rustam_student2007: ښه که غزل پوره شوی وي نو زه خو ویم چې د جلال په اجازه راځې ټپیزې ولیکو

rustam_student2007: هاهاهاهاهاهاهاها

hanif_hairan: هاهاهاهاهاها

jalal ahamd: hahahhahahaha

rustam_student2007: هاها

jalal ahamd: ښه رته مالوم يم ياره رستمه چې تر سبا پورې پينځه سوه ټپه ايزې درته ليکلى شم.

rustam_student2007: نو ځکه خو دې چیړمه

hanif_hairan: ما همدا ويل ياره

hanif_hairan: هاهاهاهاها

hanif_hairan: چې جلال ته ګرانه نه ده

Nasrat Ilham: هلکه يو بيت په دې غزل کې بل هم ور زيات کړئ چې بس نور يې په خداى وسپارو

Nasrat Ilham: تاق به شي بيتونه يې

jalal ahamd: نن په ټپه ايزو درګډېږمه

ماتې شه توبې د سندريز ماښام

jalal ahamd: دا يې بل بيت د جلال له خوا

Nasrat Ilham: نه کنه سم بيت جوړ که ګډېږه مه پکې . هاهاهاهاها

hanif_hairan: ستورو ماشومانو ته خواږه وروړم.....ځمه تر کوڅې د سندريز ماښام

hanif_hairan: څنګه دى؟

jalal ahamd: هو ډېر ښايسته دي ياره، نور بيتونه پرېږدئ ټپه ايزو ته شئ.

hanif_hairan: امرخېله د دې بيت ترکېب دې خوښ نه شو؟

Nasrat Ilham: حيران اشنا ښه بيت دى ما ورسره يوځاى کړ او همدا يې اخيري بيت شو

jalal ahamd: : ياره حيرانه دا بيت ډېر  لوکس دى نن دې ولا منم چې شاعري دې وکړه.  

hanif_hairan: ښه

rustam_student2007: صحیح شو.

 

له دې وروسته د ټپيزو بازار ګرم شو او دوه غزلونه په دې انلاين فى البديهه مشاعره کې سرته ورسېدې.

 

دوهم غزل

 

بيا به راشي شپې د سندريز ماښام

زه ته او ټپې د سندريز ماښام

هله کنه زرکوه شروع یی کړه

خوند کوې نغمې د سندریز ماښام

يو مې ستا نرى ترنم هېر نه شو

بل هغه شېبې د سندريز ماښام

هېرې به مې نه شي ، که مړ هم شمه

ته او ستا کيسې د سندريز ماښام

تاسې پسې هسې ورنښتي ياست

نه وي هيڅ مزې د سندريز ماښام

سور یی له شرابو نه هم تیز ښکاري

وۍ کنه ، نېشې د سندریز ماښام

زور د جينکو د زړه اوبه مه شه

مړې مه شه ډېوې د سندريز ماښام

ځه چې ترې خمار ته رنګ په پور واخلو

سترګې شولې سرې د سندريز ماښام

شېخه راشه روح دې پرې تازه کړه لږ

واړوه تسپې د سندريز ماښام

خدای خو دې قبولې ګرانې هېڅ نه کړي

ستا د خولې ښېرې د سندريز ماښام

زه پکې بې سوره شم ، بې خوده شم   

نه منم ګیلې د سندریز ماښام

ورېبل ګلونه مرد کو د مرګ

وشوې جنازې د سندريز ماښام

زه يې په رښتيا او دروغو نه يمه

خوند کوي وعدې د سندريز ماښام

ښه شوه ، پښېمانه شوې ، ايساره شوې

زړه چاود و نږدې د سندريز ماښام

تا ته به همیش ، همیشه خلاصې وي

 ټولې دروازې د سندریز ماښام

اوښکو مې د زړه د وينو رنګ راوړ

سترګې مې کړې سرې د سندريز ماښام

ستورو ماشومانو ته خواږه وروړم

ځمه تر کوڅې د سندريز ماښام