زه څه وليكم؟

قلم په لاس شپه شوه سباما څه ليكلي نه دي

زه نن حيران يم چې څه وليكم له كومې ناخوالې يې پيل او پړه يې پر چا وغورځوم؟ په ښار كې بي نظمي، دخلكو روحي نارامي، دهيواد په كچه بيوزلي، دشتمنو خرمستي د انسان پر وړاندې بي پروايي ........ بلاډيرې خبرې دي چې بايد وليکل شي، خو په دې نه پوهيږم چې پړه يې پر چا واچوم؟

دا د پړې اچول يو دود ګرځېدلى لكه يو داستان چې ليكې بايد حيرانونكى پاى ولري، داسې څوك نه وينم چې د پړې پر اچولو سره خلك حيران كړي. داسې څوك نه دى پاتي چې خلكو دې هغه پړ او ملامت نه وي ګڼلى مانا دا چې داسې مميز نشته چې په كونه كې خلى ونه لري.

دپړې له اچولو تېرېږم څه چې ليكم د حل يوه لار يې په ګوته كوم، كومه لار؟ څه ډول لار؟ دلته خو ټولې لارې خلكو ته داسې ښكاري چې تركستان ته ځي. لارو چارو خپل ارزښت له لاسه وركړى دى. دلته خو ټولې لارې وازمايل شوې داسې كومه لار پاتې چې خلك دې ورنه خبر نه وي؟

خوشال خليل