راليږونکی : جلال
ټليفونشميره:
برېښناليکپته: jalalamarkhil@hotmail.com
سرليک: غزل
نېټه: 14.10.2009 20:07
غزل
زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور
غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور
ته يې مخې ته رانجه پورې کوې
شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور
ستا د سترګو د خمار په راز خبر
زه پوهېږم په رشته د رنګ او نور
راڼه ستوري ، ماښاميز باڼه ترې تاو
ګواهي ورکوي شپه د رنګ او نور
په ځنګل مې اور ، په سيند ګډه وبا
په اوږه مې جنازه د رنګ او نور
زمانه پس يې قبول کړم په يارۍ
جوړ محتاجه شوه هغه د رنګ او نور
لوټ باران کميس دې ډک له ستارو
مباک دې شه جوړه د رنګ او نور
جلال امرخېل
14.10.2009
- نصرت الهام
قدرت اله درمان غزل يادونه . د مطلعې دويمه مصرعه د جلال امرخيل صاحب ده.مړ کړم انتظار خبر د نه راځيراشه کنه يار خبر د نه راځيګرانه ستا راتلو ته ورځې شمارمهيم سترګې په لار خبر د نه راځيډيرې د راتلو نيټې دې تيرې شوېنه مې کيږي وار خبر د نه راځيستا د مخ تصوير مې زړه کې ځای لريسترګو نه د ځار خبر د نه راځيګرانه ستا بلا بلا يادونو خو!کړم په زړه بي...
19.10.2009
- نصرت الهام
غزل
کينه په قرار خوبونه مه وينهنه دې راځي يار خوبونه مه وينه
بيرته له ورخ تيرې اوبه نه راځيمه کړه انتظار خوبونه مه وينه
دا دمينې چارې دي زړه ستر لرهنه شي په تلوار خوبونه مه وينه
هغه دې تش نوم هم په خوله نه اخلي ته يې د دېدار خوبونه مه وينه...