قدرت اله درمان
غزل
يادونه . د مطلعې دويمه مصرعه د جلال امرخيل صاحب ده.
مړ کړم انتظار خبر د نه راځي
راشه کنه يار خبر د نه راځي
ګرانه ستا راتلو ته ورځې شمارمه
يم سترګې په لار خبر د نه راځي
ډيرې د راتلو نيټې دې تيرې شوې
نه مې کيږي وار خبر د نه راځي
ستا د مخ تصوير مې زړه کې ځای لري
سترګو نه د ځار خبر د نه راځي
ګرانه ستا بلا بلا يادونو خو!
کړم په زړه بيمار خبر د نه راځي
اې د زړګي سره درمان تا پسې
ډير يم بې کرار خبر د نه راځي
چرته يې د زړه درمانه چرته يې
غم کړم خوارو زار خبر د نه راځي
14.10.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : زرکه ټليفونشميره: برېښناليکپته: سرليک: غزل نېټه: 12.10.2009 16:30
ته تعبير زما دسترګو دخوبونويي کنه ؟ته تصوير زمادزړه ددديوالونويي کنه ؟زه دې خيال په وچو شونډودوصال سندرې بولمته ملهم دوچوشونډو پرهارونو يي کنه ؟تږی ګل يم انتظارپه وچودښتو درته کړم...
14.10.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : جلال ټليفونشميره: برېښناليکپته: jalalamarkhil@hotmail.com سرليک: غزل نېټه: 14.10.2009 20:07
غزل زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور ته يې مخې ته رانجه پورې کوې شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور ستا د سترګو د خمار په راز خبر زه پوهېږم په رشته د ر...