راليږونکی : زرکه
ټليفونشميره:
برېښناليکپته:
سرليک: غزل
نېټه: 12.10.2009 16:30
ته تعبير زما دسترګو دخوبونويي کنه ؟
ته تصوير زمادزړه ددديوالونويي کنه ؟
زه دې خيال په وچو شونډودوصال سندرې بولم
ته ملهم دوچوشونډو پرهارونو يي کنه ؟
تږی ګل يم انتظارپه وچودښتو درته کړمه
ته باران دللمی ګل په بيابانونويي کنه ؟
د انګلينډ سيلۍ مې مړې دژوندډيوې کړې
ته ډيوه مې دپښتودماښامونويي کنه ؟
ليونۍ تندې اخيستی زه سراب او درياب ګورم
ته زمزم دتږوزړو ددريابونو يي کنه ؟
دغيرت شمله کړه پورته په وطن دشمله ورو
ته شاهين دلوړوغرودغيرتونويي کنه ؟
خوارې زرکې خوښکل کړي ډيرې پښې دزيارتونو
ته جانان زما دزړه دجنتونو يې که نه؟