غزل
احمد منير فاني
راته دې ونه وېـل چې ولې په صـحرا پاتې شوې؟
لا مې ريښې، ريښې ګرېوان ته په خندا پاتې شوې
زه خپلې مخـــې ســـتاسې چم ته بــــدرګه راوستم
ته بې وفا شوې ټولې هيلې نيمه خـــوا پاتې شوې
ما وېل چې نن به مې ريښې، ريښې ګرېوان وګنډې
ته په غرور کې شوې روانــه بې پروا پاتې شوې
تا وېل کوربه يم ما ســــاده خو ته مېـــلمه ګڼــــلې
د جانان غمه د زړه کور کې مې رښتيا پاتې شوې
فاني منــــېره چــــې د خلــــکو په خنــــدا تېروتې
همداسې ښه يې چې اوس ځانته بې نوا پاتې شوې