غزل
کينه په قرار خوبونه مه وينه
نه دې راځي يار خوبونه مه وينه
بيرته له ورخ تيرې اوبه نه راځي
مه کړه انتظار خوبونه مه وينه
دا دمينې چارې دي زړه ستر لره
نه شي په تلوار خوبونه مه وينه
هغه دې تش نوم هم په خوله نه اخلي
ته يې د دېدار خوبونه مه وينه
وه درمانه ستا سپيره نصيب لره
نه راځي بهار خوبونه مه وينه
قدرت الله درمان
14.10.2009
- نصرت الهام
راليږونکی : جلال ټليفونشميره: برېښناليکپته: jalalamarkhil@hotmail.com سرليک: غزل نېټه: 14.10.2009 20:07
غزل زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور ته يې مخې ته رانجه پورې کوې شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور ستا د سترګو د خمار په راز خبر زه پوهېږم په رشته د ر...
19.10.2009
- نصرت الهام
ژوند ، له ژوند نه د منکرو لاس ته غورځيارزښتــــــــــونه د کافرو لاس تـــــــــه غورځي
زولنې د مخـــــــــــــــــــورو لاس تــــــه غورځيفيصلې د جـــــــــــــوارګرو لاس ته غـــــورځي
د کابل پــــــــــه حــــــــــــــــ...