غزل

 

ستړى ستومان يمه چې چرته ځمه

ژوند دى روان يمه چې چرته ځمه

دلته هم نور پاتې کېدلى نه شم

او پښېمان يمه چې چرته ځمه

نړۍ سپوږمۍ ته په رڼا پسې ځي

زه هم انسان يمه چې چرته ځمه

دلته مې څوک هم په کيسه کې نه دى

هلته جانان يمه چې چرته ځمه

لکه پښتون يم په تيارو کې روان

حيران، حيران يمه چې چرته ځمه

دنيا مې خداى خبر چې چرته بيايي

افغانستان يمه چې چرته ځمه

الهام تش مينې پسې هلته ورځم

په هغوى ګران يمه چې چرته ځمه

 

نصرت الهام