غزل
بيا په وطن شــپه راغله، بـيا مو شولو چــم خـاموش
يو زه يم چې ويـښ يمه، هېڅ مې نه شو غم خاموش
هســـې نــه چــې ستا بنــګـړي، ټول کلى خبر کاندي
اخــلې بـه قــربان دې شم، دلتــه هـــر قــدم خاموش
داســــې د اخـــتر ورځ بــه، کلـــه وي خــاونده بــيا
زه چې کړم ګيلې ورته، ناست مې وي صنم خاموش
زړه کـــې مې د ښـــکلي يار، درد پـه څپو شوى دى
ګـــرانه ده چــې دا درد دې، کړي ملا په دم خاموش
وخت کـــه يې تر داره هم، بوځــــي ياره ستا درمان
نــــه به زړګـــی وبايلـــي او نه به کړي قلم خاموش
قدرت الله درمان