غزل
تصور چې د جانان پکې ژوندى وي
زړه ژوندى وي چې ارمان پکې ژوندى وي
زناور نه وي انسان پکې ژوندى وي
چې ضمير لري وجدان پکې ژوندى وي
د ميوند غزا هغه پښتون ګټى شي
چې د مينې ( يه قربان ) پکې ژوندى وي
د پردو به جنګ روان وي په دې سيمه
چې پردى افغانستان پکې ژوندى وي
جنتي د بې ايمانو چم کې څوک دى؟
چې ذره هومره ايمان پکې ژوندى وي!
دا زمونږ کورګى به کله زمونږ خپل شي
چې مو هر پښتون=افغان پکې ژوندى وي
نصرت الهام
11.10.2009
- نصرت الهام
غزل په شوخو سترګو کې سلام ، کوه چې مړ نه شمه په ژوند مې دغه يو اکرام ، کوه چې مړ نه شمه نه ، نه يوازې به مې نه پرېږدې بلا دې واخلم نه ، نه جانانه ګوره پام ، کوه چې مړ نه شمه شرابي سترګو ته دې ووايه ، په شعر ژوندی يم د شرابي غزل الهام ، کوه چې مړ نه شمه خير دی نن مه ځه ، په نشه کې مې تېشه مه وهه نن خو له ما سره ناکام ، کوه چې مړ نه شمه د ژو...
12.10.2009
- نصرت الهام
غزل
بيا په وطن شــپه راغله، بـيا مو شولو چــم خـاموشيو زه يم چې ويـښ يمه، هېڅ مې نه شو غم خاموشهســـې نــه چــې ستا بنــګـړي، ټول کلى خبر کاندياخــلې بـه قــربان دې شم، دلتــه هـــر قــدم خاموشداســــې د اخـــتر ورځ بــه، کلـــه وي خــاونده بــيازه چې کړم ګيلې ورته، ناست مې وي صنم خاموشزړه کـــې مې د ښـــکلي يار، درد پ...