غزل
په شوخو سترګو کې سلام ، کوه چې مړ نه شمه
په ژوند مې دغه يو اکرام ، کوه چې مړ نه شمه
نه ، نه يوازې به مې نه پرېږدې بلا دې واخلم
نه ، نه جانانه ګوره پام ، کوه چې مړ نه شمه
شرابي سترګو ته دې ووايه ، په شعر ژوندی يم
د شرابي غزل الهام ، کوه چې مړ نه شمه
خير دی نن مه ځه ، په نشه کې مې تېشه مه وهه
نن خو له ما سره ناکام ، کوه چې مړ نه شمه
د ژوند طوفان دی ، ګړنګونه دي ، پريوځم پيره !
بس لاس نيوی مې په هر ګام ، کوه چې مړ نه شمه
جلال امرخېل
04.10.2009
- نصرت الهام
غزل
لکه غني ، لکه خيام ، نشه يې سترګو کې ده د شرابي غزل د جام ، نشه يې سترګو کې ده
جلۍ ولاړه ده په بام ، نشه يې سترګو کې دهټالۍ وهي سر ماښام ، نشه يې سترګو کې ده
جلال پرېوځي ګام په ګام ، نشه يې سترګو کې دهستا د تومت، ستا د الزام ، نشه يې سترګو کې ده...
11.10.2009
- نصرت الهام
غزل
تصور چې د جانان پکې ژوندى وي
زړه ژوندى وي چې ارمان پکې ژوندى وي
زناور نه وي انسان پکې ژوندى وي
چې ضمير لري وجدان پکې ژوندى وي
د ميوند غزا هغه پښتون ګټى شي
چې د مينې ( يه قربان ) پکې ژوندى وي
د پردو به جنګ روان وي په دې سيمه
چې پردى افغانستان پکې ژوندى وي...