غزل

شـپه تر ســهاره د شـــوګير ملــګرتيا پاتې نه ده

د خندا ډېر دي خـــو د وير ملګرتيا پاتــــې نه ده

تــــه رانـــه اوس هــم د رقيـب دله پوښتنه کوې

شـــکر زما او د خنزير ملګــــرتيا پاتــــې نـه ده

غلا کې شريک دي هر يو خپله خپله برخه اخلي

ددې پــاچـــا او د وزيـــر ملګــــرتيـــا پاتې نه ده

اوس ترې ګردونه څنډل شوي په اوږه ګرځيږي

اوس د شــــلخي ټوپـــک او تير ملګرتيا پاتې نه ده

يو ورځ به پټه خوله درواچوي او وبه دې خوري

ګـــوره د ســــپي او د فقـــير مــلګرتيا پاتې نه ده

ځــــوابه ته پکــــې په څـــو تنو حـــساب مـه کوه

نــــور د وجــــدان او د ضـمير ملګرتيا پاتې نه ده

 

عزت الله ځواب