غزل

چې مې نوم ستا په مئينو کې شامل دی
ګرانه څومره لوی مقام راته حاصل دی

لکه کب چې د اوبو نه رابهرکړې
بې لتانه راته داسې ژوند مشکل دی
دا ګودر ته ځي د مستو پيغلو ډله
که روان دې بغدادي کوتورو سيل دی
دا خشبو ستا د رخسار پکې خواره ده
که شيندلی چا په چم عطر عليل دی
''که خبر شو تر اسمان به ورسيږي''
شکر دا چې يار د خپل خسن غافل دی
دنګه ونه او ښايسته عنبرينې زلفې
راختلی په چينار رامبيل چامبيل دی

د زړګي درمان مې ګرانه ده چې وشي
د بيلتون غشو خوړلی دی غلبليل دی

 

قدرت الله درمان - سعودي عرب