غزل

د ځوانۍ زور په غريبۍ کې مات شي
د زړګي شور په تنهايۍ کې مات شي

وړې جلۍ د زور مې نه يې ګوره
نه چې هډوکي دې پښتۍ کې مات شي

په ټپه ايزو باندې رنګ بدلوي
زما ياران چې شاعرۍ کې مات شي

د دښمن زور يې ماتولی نه شي
لښکر به خپله سرکشۍ کې مات شي

تندر د غرونو په سر پرېوځي خو
تيران زمونږ په کوټنۍ کې مات شي

چې پسې وژاړې او درد ووينې
دا شين غمی دې ستا نتکۍ کې مات شي

په خپل وجود باندې ځان بار وګڼي
جلال چې کله په يارۍ کې مات شي

جلال امرخېل