د اختيار دوه نوي غزلونه
سوال يـې د وجود ورته ښـــه زده سـاتل په كار دي
پښـتون تــه نور په مخ كــې ايېـنه ســاتل په كار دي
دا خــلك له تــيارو ځيـــنې خـــفه سـاتل په كــار دي
نور دوى ته له رڼا ســره رشـــته ساتل په كـــار دي
كــه امــن مــو په كـار وي شرپســندو نـــړيـــوالـو!
زمـــا د بـــچي شـــا ته هــم بكسه ساتل په كـار دي
اسمان به موږه څه كړو، هغه ټول تاسـې درواخــلئ
خو موږ ته زموږ پر سر دغه سايه ساتل په كار دي
پـــښتونه! ننــګ و پـوهه ددې عـــصر مجـــبوري ده
قـــلم ســــره ټوپـــك هـــم په اوږه ســاتل په كار دي
اختياره! خامــوشي دې ګــوره وژني او وركـــــېږې
څه شور ساتل په كار دي، څه جذبه ساتل په كار دي
۱۳۸۸ ل كال، د وږي اته ويشتمه شپه نهه ويشتمه روژ
.......................................................................
.......................................................................
زما د وجــود پوښتـــنه يــې ماته ســـرچـپه ايښې ده
دا چـــا نــن مـــاتــه پـــه مــخ كـــې ايېنه ايښـــې ده
دا د تيارې بچى درواغ وايي، چې وړانګـــې راوړي
زه يـــې چـې وينم؛ نو پر سر يې توره شپه ايښې ده
ددې لــوټ شـــوي كــور تاوان راځي پر هغه سړي
ددې دېـــوال مـــنځ كـــې چې چا دا دروازه ايښې ده
زه مې په مــرګ د خپــل وجــــود ختـمېده نه غواړمه
مــــا په هـــمدې خاطــر پـــر خپل قبر لوحه ايښې ده
ښايســــته مـــوده وشـوه، چې چيغې د تكبير نه راځي
لكه چـــې چا بيا د پښـــتون پـــه مـــرۍ پښه ايښې ده
زه خــــو يــــې ګــــــڼمه اخــــتياره! عــلامــه د زوال
دې بهـــرني عــــسكر، چـــې نـن خولۍ كږه ايښې ده
۱۳۸۸ ل كال، د وږي اته ويشتمه شپه نهه ويشتمه روژه لغمان