بې له تانه ژوند به څه وي؟
زه د هجر په تورتم کې
زه د چا د مينې غم کې
داسې زېړ زبېښلى ګرځم
په دې کلي کې څوک نشته
چې زما د درد دوا شي
چې پوښتنې ته مې راشي
چې له زړه نه مې خبر شي
دې کنډر کلي ته ورشي
ته په خوب کې راته راغلې
تاپه خوب کې راته ووې
مساپري دې ډېره وکړه
راځه، راځه روزي به خداى رارسوينه
زه له خوبه رابيدار شوم
د خپل کار کلي ته راغلم
د خوارۍ عزم په زړه کې
دروزګار کلي ته راغلم
په چوکۍ کې مې اغزي دي
په دفتر کې مې زړه تنګ دى
دوه سوکان مې مېز ته ورکړل
او چوکۍ مې شاته کش کړه
له همکار نه مې زړه ووت
په برېتونو کې مسکى شو
د مسکاځواب مسکا ده
مګر ما مسکا ونه کړه
بيا زما په تندي ګونځې
بيا مې زړه په کار کې تنګ دى
له خپل ځان سره مې جنګ دى
بې له تانه ژوند به څه وي؟
کمپيوټر مې ستا په نوم دى
په هر يو فوډر کې ته يې
هر يو فايل راته مالوم دى
شاعري پکې کومه
په دې تکه توره شپه کې
دغه شمعې بلومه
په ډسټاپ مې دا ليکلي
يا به زما نصيب خراب وي
يا به دا ټولې يارانې دغسې وينه
2009-2-15 کابل