( سعودي عرب کې لومړۍ شعر.....ستاسو د نيکو نظرياتو په هيله ٠درمان٠)

مسافري
ما وې لتانه چې زه لرې شمه
نو به مې زړه له تانه صبر شي لږ
دا ستا يادونه به مې نه ځوروي
ستا خاطرات به زړه ته نه رادرومي
همدغه وجه وه چې
مسافرۍ ته مې ملا وتړله
خو که باور دې کيږي
چې درنه څومره لرې شوی يمه
همدومره ډېره مې په زړه ورېږې
يوه شېبه مې هېره کړې نه يې
يوه شېبه مې له خيال نه يې وتې
زړه صبرول درنه ګران څه چې
ناممکن ښکاريږي
هاغه چا څومره ښه رښتيا ويلي

د يار نه زړه صبرول ګران دي
په دريابونو کرښې چا راښکلي دينه

(قدرت اله درمان سعودي عرب)