غزل

 


 
دا  چې دومره پرېشانه ده صحرا
ښاره ! مړه ستا له خفګانه ده صحرا

ته ( زما ) په معنا ولې نه پوهېږې
په ( ذره ) باندې ودانه ده صحرا

ما د ښار شور ته ورغورځوي چې مړ شم
له پښو نه مې روانه ده صحرا

لکه زه چې ستا د سترګو په لټون يم 
هسې کله سرګردانه ده صحرا

د مجنون د ياد پلونه يې وروران کړل
مروره له بارانه ده صحرا

د خفګان پر وخت يې تل غېږ ته ورولېږم
لکه مور راباندې ګرانه ده صحرا 


 جلال امرخېل