غزل
ورک دى رانـه ځـان ورپـسـې ژاړمـه
لوندى مې دى ګرېوان ورپسـې ژاړمه
څه پـه ټوکـو، ټوکـو کـې يـې وخـوړې
شــونډې دې پېــزوان، ورپـسې ژاړمه
ســتاد د يـاد ګــلونو څـانګې ونــه کړې
زه لـــکــه بـاران ورپـــســې ژاړمـــه
ځي ستــرګو کــې شاته، شـاته وګوري
وايـــي خـداى پــامان ورپسـې ژاړمــه
خــداى خبــر جـانـان مې يادوي که، نه
زه خــو پـــه ايـــمان ورپـسې ژاړمــه
ما ځـــواب د مـــينې يــار پيـــدا نـه کړ
چـــاڼ مــې کـه جــهان ورپسې ژاړمه
عزت الله ځواب
08.09.2009
- نصرت الهام
( سعودي عرب کې لومړۍ شعر.....ستاسو د نيکو نظرياتو په هيله ٠درمان٠)
مسافريما وې لتانه چې زه لرې شمه نو به مې زړه له تانه صبر شي لږدا ستا يادونه به مې نه ځورويستا خاطرات به زړه ته نه رادروميهمدغه وجه وه چې مسافرۍ ته مې ملا وتړلهخو که باور دې کيږيچې درنه څومره لرې شوی يمههمدومره ډېره مې په زړه ورېږېيوه شېبه مې هېره...
16.09.2009
- نصرت الهام
غزل
لکه تياره مې د رڼا ، تصوير ته ډېر وژړل نن مې د هغې بې وفا ، تصوير ته ډېر وژړل
ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړل
دلته يو څوک چې زما د زړه تصوير يې واخيست دلته يو څوک و چې يې ستا ، تصوير ته ډېر وژړل...