جلال ته مې!

هجرت الله اختيار
درتـلـلی نـه شــمــه، مغــــرور نـــه یــم
دومـــره مـې مــه غـواړه، ضرور نه يم
تا ګــــلابونــه ټـــول راغــوښــتي درتـه
خـــو زه بــې رنګـــه يمـــه، سور نه یم
(چې زنده ګي مې نه ده، څه له ورشم؟
انکـــار کوی شم، تـــرې مـجبور نه يم)
د تـــيارې نــوم رانه هغـــې لــرې کــړ
مــا ورتـــه تـــل وویـل، زه نــور نه یم
ستـــا لـه دوا او دوعــا مــننــــه ډېـــره
خـــو ګوره ګـــرانه! زه رنـځور نـه یم
ســــمه ده، نـــه به ځمـــه، رابـــه شمه
سکنی ورور دې يــم، تـــربـــور نـه یم.


د اتمې روژې له نيمې شپې وروسته
لغمان، الفت کلی
خپل کور

 

هجرت الله اختيار