سرليک: د قران كريم څو آيتونه او ژباړه يې

نېټه: 29.08.2009 18:46


ګران الهام صيب سلامونه مې ومنئ.
ستاسو وبلاګ تل لولم، ډېر ښايسته وبلاګ لرئ خداى دې نور هم توفيق دركړي، چې خواري وكړئ، د ديني اسلامي برخې لپاره مې دغه آيتونه او ژباړه در ولېږله هيله ده نشر يې كړئ.
په ديني اسلامي برخه كې هر وخت د مرستې لپاره تيار يم چې مطالب درولېږم. د بل ځل لپاره به څو حديثونه د پښتو ژباړې سره درولېږم.
ټولو مسلمانانو وروڼو ته د ښې روژې او ثوابونو په هيله
ډېره مننه
ستاسو ورور
ابراهيم ناصري
د قران كريم څو آيتونه او ژباړه يې


1. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَاؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلاَّ قَلِيلاً
2. مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لاَ إِلَى هَؤُلاء وَلاَ إِلَى هَؤُلاء وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلاً
3. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا
4. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا
5. إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَاعْتَصَمُواْ بِاللَّهِ وَأَخْلَصُواْ دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا
6. مَّا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا
سورة نساء
ژباړه :

بېشكه چې منافقان ټګي كوي د الله سره او الله سزا وركوي دوى ته د ټګۍ، كله چې دوى لمونځ ته پاڅيږي سستي ښيي، دوى د ريا او ځان ښودنې لپاره لمونځ ته پاڅيږي، دوى د الله ذكر نه كوي مګر لږ.
په داسې حال كې چې دوى، شكيان دي، كله دلته او كله هلته( نه د مومنانو په ننګه دي او نه د كافرو) څوك چې خداى پاك ګمراه كړى وي لاره به ترې وركه وي.
اى مومنانو! د كافرانو دوستي مه كوئ، د مومنانو دوستي وكړئ، آيا تاسو غواړئ چې په ځان باندې ښكاره ثبوت د الله له لوري پيدا كړئ.
بېشكه منافقان به د اور په ټيټه برخه كې پراته وي او څوك مرسته كوونكى به هم و نلري.
خو هغه كسان چې توبه وباسي او خپل عملونه اصلاح كړي، د الله په دين منګولې ولګوي، او د الله لپاره خپل دين سوچه كړي، دوى د مومنانو په كتار كې دي، او ډېر زر ده چې الله به مومنانو ته نېكه بدله وركړي.
تاسو ته به ولې خداى پاك عذاب دركوي، كه تاسو شكر وباسئ او ايمان راوړئ، الله شكر قبلوونكى او په هرڅه پوه دى.

1. لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا
2. دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
سورة نساء
ژباړه :

هغه مجاهدين چې په خپل ځان او مال جهاد كوي او او په كور ناست مومنان سره برابر نه دي، مګر هغه كسان چې عذر ولري، الله ج غوره ګرځولي دي هغه مجاهدين چې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد كوي په هغو باندې چې ناست دي په درجه كې، او له دې ټولو سره كه په كور ناست دي كه جهاد كوي الله تعالا د ښې بدلې( جنت) د وركولو وعده كړې ده، خو مجاهدين په ناستو باندې د اجر او ثواب له مخې غوره ګرځول شوي دي، الله به د يې درجې لوړې كړي، و به يې بښي او رحمت به پرې نازل كړي، الله تعالى بښونكى او مهربان دى.