ژوند

 

ويل يې: ژوند څه معنا؟

ماوې: د مينې څو خوږې شېبې دي

ويل يې: مينه نو څه؟

ماوې: يو سوې او خوږه تنده ده

ويل يې: تنده څه وي؟

ما وې: يو اور د دوو مينو د ګوګل دننه

چې نه يې دودوي، نه لمبې غورځوي

وې: دوه مين يې څوك وي؟

ما وې: دا زه او ته يو

چې د يو بل د راتلو لارې څارو

اجمل اند