يار مې په کټ کې مرور شو

ټپيزې/ حيران


له يارانې نه مې منکر شو
په اوتو بوتو باندې سر شو
په غمازانو جوړ اختر شو
يار مې په کټ کې مرور شو
د زنې سر پسې چاپېره ګرځومه

نن يې په سترګو اظهار نه که
نن مې د يار زړګی اوبه که
نن مې پخپله زړګی ښه که
د مينې تول مو سره وکه
په يار يوه ګوته زه زياته وختمه

اوښکې مې تلې جنازې نه شوې
شونډې مې وچې لندې نه شوې
خيال کې تر دې رانيږدې نه شوې
زلفې مې تاو کړې کږې نه شوې
د مســــاپر لالي پـــه سر ووېـــرېدمه

خير د دېدن احسان پر ما که
نن خو دې مينه په رښتيا که
نوره مې ختمه دا سودا که
ديوال سوری که لاس دې راکه
پلار مې خټګر دی بيا به جوړ کړي دېوالونه

د مرګ په خوب باندې ويده دی
پوی په رموز د مينې نه دی
له دې نه بد ژوندون نور څه دی
له موذيګي نه ماشی ښه دی
چې نيمه شي لــټ په لـــټ مې اړوينه

بويه چې غشي دي شمشېر دي
جانانه ټول د شپول په څېر دي
له تورور سترګو دې چاپېر دي
سترګې دې دوه باڼه دې ډېر دي
لکه دوه خوېندې چې د ډېرو ورورڼو وينه

مابه کول که چا به نه کړل
وړۀ به مې شين سهار لانده کړل
باغ کې ګلان به مې اوبه کړل
په ما دې پښې لاسونه سرۀ كړل
د نغــري ايــرې به څوک جارو کوينه

تا بده ورځ نه وه ليدلې
نيستي دې پرې کړې د زړه ولې
ځار له سيالۍ يې واېستلې
ته مې خطه ته زورېدلې
له پرتاګه مې ګونډې ووتې مينه.

٢٨ آګست، ٢٠٠٩ ، خوست