يادونه :
کله چې زه له وطن نه په مسافرۍ راوتم، ښاغلي اختيار د ننګرهار د درونټې په سيمه د کابل په موټر کې کېنولم او د خدای پامانۍ پر وخت يې يو بيت راته ووې چې تر ننه زما پر زړه لکه يو خوږ درد پاتې دى، كله چې هم دا بيت رايادوم، هغه صحنه مې مخې ته دريږي، نن چې اختيار غواړي له مونږ سره د شعر د روان کاروان په نيمه لاره کې خدای پاماني وکړي زه ورته هماغه بيت ليکم کوم يې چې ما ته ويلی و.
بېلتونه دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زه
پــه لــمن اوښـــکې پـاکوم او جانان بېرته راشي
زما جانان هجرت الله اختيار ته که خدای وکړي چې په خپله خدای پامانۍ پښېمانه شي .
تکې تنها پــر دغـــې لاره چــې قــدم وا نــه خــلې
بـــې قـــافلې او بـــې مـــهاره چـې قدم وا نه خلې
لــــکه امـــېل غـــوندې دانــه وانـه به وشيندل شي
د شعر د ســـتورو لــه مــداره چـې قدم وا نه خلې
وخـت بــدل شـوی، د ښـار هره لاره مرګ ته وتې
له نرخه ووځــه خـو لــه ښـاره چې قدم وا نه خلې
زړه دې ځلمی دی ، حوصله به دومره ژر نه بايلې
د ناکامــــۍ د درد لــــه ډاره چـــې قـدم وا نه خلې
ستا د وجـــود پـــاتې حـــصه بــه تـا په غم واړوي
زړه به دې وخورې بې اختياره چې قدم وا نه خلې
د مييــنانو ډېــر خـــــوبـــــونـــه بـــې تــعبيره پاتي
د يوسفي هنر فنکـــاره! چـــې قــــدم وا نـــه خـلې
ژور زخمونـــه بــــې ټــــکوره ګــوره مـه پرېږده
د زخــــمي زړه لـــه لالـــزاره چې قدم وا نه خلې
پر دې بـــدرنـــګې زنــدګۍ پــر دې پــرهر زندګۍ
ښکلا وېـــشل غـــواړي نـګاره! چې قدم وا نه خلې
لکه پـــښتـون اولـــس، ذرې ذرې بــه وشـيندل شي
د خـــپل جــــلال د زړه لـــپاره چـې قدم وا نه خلې
جلال امرخېل