غزل
خـــدايه زمـــا په ژونــدانه يــې رانـــه هـــېر نه کـړې
د مــــخه ښــــې د وخـــت کــاته يې رانه هېر نه کړې
پروردګـــاره ! شرمېــــده يــــې رانـــه هېــر نه کړې
د پلــــو لاندې ژړېــــده يــــې رانــــه هېــر نه کــړې
منــــم ، د ژونـــد ازمــېښت مې ټوله حافظه اوبه کړه
خــــو ته دا ومــــنه چـــې ته يې رانه هـــېر نـه کړې
غوټۍ ځه خير ! شونډې دې پرانيزه سيالي وکړه خو
د ســــپېرو شونډو موســـېدۀ يــې رانــه هېر نه کړې
د ذکـــــر فکر راســــره دی چـــې ســـجده نــه کوم
خاونــــده ! نه چــې په لــمانځه يې رانه هېر نه کړې
مـــــا نه د خــــپل زړه د قـــاتل څېـــره له ياده وځي
وخته ! کـــــاږه واږه باڼــــه يـــې رانـه هېر نه کړې
جلال امرخېل
27.08.2009
- نصرت الهام
الهام سلامونه!څه حال دی؟ ښه خو به يې!وروره که! دغه يو شعر مې نږدې کال - یو نيم وروسته ليکلای، که په دې منځ کې مې کوم یو لیکلی هم وی، بس وګڼه، لکه چې نه مې وي ليکلای، په دې موده کې ستا په ګډون یو شمېر ملګرو ګوتې راوړې، چې له شعر سره دې مينه کمه شوې ده، دا او هغه لامل دی، چې شعر درنه پاتې دی، اوس يې هم ليکلای شې؛ خو نه يې ليکې، دا او هغه ....خو ما په دې موده کې هره شېبه هڅه کړې، چې شعر ولیکم، خو چې ځان ته مې ګورم، لکه چې نور رانه نه کېږي، زه فکر کوم همدا مې وروستی شعر شو غواړم...
27.08.2009
- نصرت الهام
يادونه :
کله چې زه له وطن نه په مسافرۍ راوتم، ښاغلي اختيار د ننګرهار د درونټې په سيمه د کابل په موټر کې کېنولم او د خدای پامانۍ پر وخت يې يو بيت راته ووې چې تر ننه زما پر زړه لکه يو خوږ درد پاتې دى، كله چې هم دا بيت رايادوم، هغه صحنه مې مخې ته دريږي، نن چې اختيار غواړي له مونږ سره د شعر د روان کاروان په نيمه لاره کې خدای پاماني وکړي زه ورته هماغه بيت ليکم کوم يې چې ما ته ويلی و.
بېلتونه دا ځل دې نو عمر دوم...