الهام سلامونه!
څه حال دی؟ ښه خو به يې!
وروره که! دغه يو شعر مې نږدې کال - یو نيم وروسته ليکلای، که په دې منځ کې مې کوم یو لیکلی هم وی، بس وګڼه، لکه چې نه مې وي ليکلای، په دې موده کې ستا په ګډون یو شمېر ملګرو ګوتې راوړې، چې له شعر سره دې مينه کمه شوې ده، دا او هغه لامل دی، چې شعر درنه پاتې دی، اوس يې هم ليکلای شې؛ خو نه يې ليکې، دا او هغه ....
خو ما په دې موده کې هره شېبه هڅه کړې، چې شعر ولیکم، خو چې ځان ته مې ګورم، لکه چې نور رانه نه کېږي، زه فکر کوم همدا مې وروستی شعر شو غواړم د خپلې شاعرۍ کتابچې په وروستۍ پاڼه کې يې وليکم.
ته يې هم د ځينو ملګرو لپاره په خپل بلاګ کې خپور کړه، چې د ملګرو تشويش هم لرې شي.
کاميابي دې غواړم.
خدای په امان
وروستی شعر:
خدای پامان
شــعر رانــه پـــاتې و لــــه دې کــــتــــاره ووتــلــم
لـــه نــرخـــه نه شــوم وتی، خــود له ښـاره ووتـلم
زه دې مــحفل تـــه وم راغـلی، خدايزده چا لپـاره؟
اوس مـــې هم ياد نه دي، چـــې چــا لپـاره ووتــلم؟
د هـــغو سترګو د تــفسير رابانــدې پور پــاتــې دی
د هــــغه مــخ د وضـــاحــت لــــه عـــاره ووتــلــم
سترګې مې نه وې، چې ژړلي مې وای شمعې سره
(څــوک مې کــافر نه کړي) لــه دغــه ډاره ووتـــلم
د خـــپل وجود يوه حـــصه مــې په کې پــرېښـودله
نــور له دې کـــلي پـــه راغــــلــــې لاره ووتـــــلم
تــــه دې بـــدرنګه زنده ګــي پـــه چوپه خوله تېروه
زه درنه لاړم، خــــدای پـــامان، اخــــتياره! ووتـلم.
د ۱۳۸۸ کال، د وږي ۵
شپږمه روژه
لغمان، الفت کلی
خپل کور