غزل


چې مخامخ شـي بيا زړگى مې په گوگل کې نه وي
اثر په سترگــو کــې وي يــاره پـه کجل کې نه وي

زما د شگو او د کــــاڼو څــــلى مــــه ســـــپکـــوه
چـــېنه پـــه شگو کې بهيږي پــه مــحل کې نه وي

زه پــسې گــرځمـه له ډېرې مودې ورک دى رانه
وگوره زړه خو به مې ياره ستا منگول کې نه وي

نن يــو عــاشق خداى ته په چغو او نعرو کې ويل
دا زړگى واخــله ربــه بـل بــه يې بدل کې نه وي

هسې کيږدۍ ته ځي راځي گوره دوکه پرې نه شې
هغه کوچۍ نه ده ځونډي چې يې اوربل کې نه وي

زما لـــږ ومــــنه ((نجيبه)) مـــينه پـريږده بس دى
سړى بيا وروسته توبه گار شي په اول کې نه وي

نجيب الله ((اکرامي))