غزل

ستــا سترګــــــوکـــــه اداوې اونازونه رازلمي کړه
زمـــا څیرې ګرېــــوان هم ډېرخیالونه رازلمي کړه

تا پور لـــــه پېغلتــــــــــوبه دی اخیستی دګلـــــونو
ماهـــــم ورتـــه په زړه کې هــــــــوسونه رازلمي کړه

قسمت به مې چې کوم کاڼی تنــدي ته وي لیکلی
رقیب راته ګاونـــــــــډکې تهمتــــــونه رازلمي کړه

پېرونه اوتاریـــــخ وایې چې تا یې ای وطنـــــــــــه!
پخپلــــــــه ړنګولــــــــوته لاســـــــــــونه رازلمي کړه

مـــاهــــم دژوند دُعــــــــا شاعر ته وکړله بختیـــاره
خـــــدمت ته دپښتـــــویې ډېر لفظونه رازلمي کړه

بختيار ځدراڼ