غزل

 

چې دې په سترګو كې رانجه پرېيښي

خـــلك دې ســــر په زنګـــانه پرېيښي             

بلا ښايست دې پــرې شـــيندلى خدايه

چې نظر ماتـي ته دې څـــه پرېيـــښي

د اننــــګو فــــــضا دې ډېره ښــــه ده

د نـظر لارو كـــې دې غله پرېــــيښي

ستا يارانه به پــــه څــــه يــاد و ســاتم

تا نو د ياد ســاتلو څــــه پــــرېــيـښي؟

خــــداى به مــــې نه بښـي كه ووايــمه

اوس مې سوچونه په لمــانځه پرېيښــي

 

حنيف حيران