سلام ګرانو لوستنکو هيله ده دا غزل مې ډير په غور ولولئ ځکه چې کيدای شي بيا تر ډيره غزل پر ليکه نه کړم ځکه چې زه سعودي عرب ته په سفر روان يم.

 ستاسو د دعاګانو په هيله

 ستاسو کوچنی ورور

قدرت الله درمان 

 

      غزل
راښــكاره چې شي رقيب او جـانان دواړه
لكه اوري چـــې ږلـــۍ او بـــاران دواړه

چې ياري كړې نو زړګــيه دا مــې واوره
قبـــلوې به پكــې ګــــــټـــه تـــاوان دواړه
ګور باڼه او تورې وروزې پرې د پـــاسه
خــداى وركړي ورلــه غشي كمان دواړه
هو بهـــو ستا د جــبين سره تشـبيــــه دي
خوښــــومه چـــې لونګ او ريـحان دواړه
يو منمه خـــو دا يو يې منسوخ شـــــــوى
راليږلـــي خــداى انجيل او قـــران دواړه

اوس دې خوښه چې د كوم په ما پيرزو شي
درسره دي ګـــرانې درد او درمـــان دواړه

قدرت الله درمان ---- خوست