غزل

پر يزيديانو درود نه يم چــې مــــنکره بــه شـم
او د اغـــيارو سرود نه يم چــې منکره به شـم

زما هر لفــظ د پښـتنو تــرجمـــاني کـــړې ده
زه په ملاتړ د يهـــود نه يم چې منــکره به شم

زه مې د خپل هنــــر خـــالق ثبــوتولـــی شـمه
څه بې وجوده موجود نه يم چې منکره به شــم

ما ايېـــنو ته راز د مـــــينې او ښـــکلا ښودلی
د ايېنـــو ګرد او دود نه يـــم چـې منکره به شم

تر خولې اســـانه ده تــر ژبې تېرېدل ګرانه ده
په غم د ګټې او سود نه يم چې منکــره بـه شم

نبيله غزل ، پيښور