تاج محل يې د زړه سره 

په زړو سترګو در ګورم

خو بدل يې د زړه سره

ستا تعرف ته حاجت نشته

د زړه غل يې د زړه سره

د يو چا له مينې جوړ يې

تاج محل يې د زړه سره

زما ژونده تا کړم ستړى

ټول مزل يې د زړه سره

جوړ يې شګو کې ورانيږې

د چا پل يې د زړه سترګو

 

 

تاج محل

اګره

هندوستان

نيټه ٢٨-١٢-٢٠٠٨

 

 

حامد بابر امين زى