غزل
اوښكه دې گويا كړه دا دې څه وكړل
مينه دې رســوا كړه دا دې څه وكړل
هــــسې د نـــــازونــــو مــــروره وه
هسې دې پخلا كړه دا دې څـه وكړل
توره شپه زمـــونږه پــرده پــوښه وه
ولې دې رڼا كړه دا دې څـه وكــــړل
زړه دې راته ډك له يارانــې نــه كړو
مينه دې پيدا كـــړه دا دې څـــه وكړل
اور د اټــم بــم دې پـــــكې بـــل كـړلو
غرقه دې دنيا كړه دا دې څه وكــــړل
نصرت الهام