غزل
تا او ســتا خــندا په ګـلابـونو کـــــې
زياته کړه ښـــکلا پــه ګـــلابونو کې
بيا د جــنګ چورلکې پر وطن ګرځي
اور بـــلوي بـــيا په ګــلابونه کـــــې
کله چې مسکی په ډکو سترګو شوې
وغـــوړېده ســـا په ګــلابونه کـــــې
خير دی که پر ما شي سرو لمبـو کې تېر
وي دې ژوندون ستا په ګلابونـه کښــــې
نن کــــه د وطــن پــه نـوم شـهيده شـــم
ګوره مـــــې ســـبا پــــه ګـلابونو کــــې
روما محمدي
هلمند