غزل

مونږ دواړو رڼې کړي ډېرې شپې تر پيشنمي
نيولې مو دې شپه ورځې روژې تر پــيشنمي

 روژو د ديدنو ته ډېرو لنډو لنډو شـپو کــــــې
دا سترګې را نه، نۀ شولې ويدې تــر پـيشنمي

زه خپــله د ثـــواب او د ګــناه فـکر کې نه وم
جانان به وې چې اړوه تـــسبـې تر پــــيشنمي

راتګ يې ماته څرک د سپين سبـــا د ســــپـيدو
که څه به وې خپرې تورې تيارې تر پيشنمي

ډيوې بــه کلـــيوالو پيشنمي مهــال کـړې بلې
زمونــږ وې لــه ماښـام بلې ډيوې تر پيشنمي

                 شپه مـــا او ذاهــــد دواړو به شـــبګـــيره تـــيرولـه 
                 خو زه په شونډو مست، دۀ کړې سجدې تر پيشنمي

                 يادونه د خپل ژوند د عندليــب پـــه زړګــي ليک دي
                 کولې يـــــې اشــــنا ســــره قــصې تــــر پـــيشنمي


محمد اسماعيل "عندليب"