په افغانستان کې ډیموکراسي هسي یو خیال دى

 

 دافغانستان په وروستیو انتخاباتو کې که هرڅومره دخلکو دګډون کچه لوړه شي، نیمګړتیاوې یې کمې شي او که دګټونکی کاندید درایو شمېره هرڅومره زیاته شي خو دابه په هېڅ ډول د دغو ټاکنو په نتیجه کې راغلي حکومت ته مشروعیت ورپه برخه نکړي .

پورتنۍ څرګندونې دوو امریکایي څېړونکو دامریكې دملي امنیت په وزارت کې توماس جونسون ( Thomas Johnson ) اوپه واشنګټن کې د دفاعي څېړنو دمرکز کارپوه کریس میسون ( Kris Mason ) دافغانستان په ټاکنو دبحث په ترځ کې كريسټیان ساینس مونیټور ته وکړې، دوی دخپلو خبرو په پیل کې هغه څه هم په ګوته کړل چې ددوی په نظر حکومتونو ته مشروعیت ورکوي .

دوی دمعاصرو ټولنیزو علومو دمشهور کارپوه ماکس ویبر ( Max Weber ) دنظریې سره سم دحکومتونو دمشروعیت لپاره درې اساسي سرچینې : تقلیدي سرچینه، دینی سرچینه او قانوني سرچینه په ګوته کړل:

ددوی له رایې سره سم تقلیدي او دیني سرچینې کوم تفسیر اوتشریح ته اړتیا نه لري خو دماکس ویبر له انده قانوني سرچینه داوسنۍ غربي ډیموکراسۍ څخه عبارت ده چې د اولس له لوري په ټاکنه او وضعي قانون ولاړه ده .

له همدی ځایه ده چې دوی دامریکا دپخواني جمهور رییس جورج بوش دادارې له لوري په افغانستان کې د ډیموکراسۍ دپلي کولو اوبریالۍ کولو لپاره په ډېره بیړه سره اقدامات ترسره کول تر سختې نیوکې لاندې را وستل او زیاته یې کړه چې دامریکا د ادارې له لوري دغه ټول اقدامات په داسې حال کې تر سره شول چې دوی ددې هیواد له عیني او واقعي حقایقو څخه نا خبره و.

دوی وایي چې په داسې طریقه ډیموکراسي تپل ډېر خواشینوونکی عمل دی، ځکه افغاني تاریخ ته په کتلو سره ډېره څرګنده ده چې په دې هېواد کې تل حکومتونه خپل مشروعیت یا له تقلیدی دودیزو لارو څخه تر لاسه کوي او یا هم له دیني لار ښوونو څخه سرچینه اخلي لکه چې دخلافت په دور او را وروسته پیرونو کې لیدل شوي دي .

خو دافغانستان دموجوده حکومت اساس دخپل مشروعیت په ترلاسه کولو کې دغربي نړۍ د ډیموکراسۍ په قانوني سرچینه تکیه لري چې دا دافغانستان په تاریخ کې هیڅ اساس اوسابقه نه لري، چی يو مشروع اوقانوني حکومت یی وبولي او واکمني یې مشروع وګڼل شي.

که څه هم امریکایان هغه چاته په مشروعیت قایل نه دي څوک چې په افغانستان کې ځان د دیني لارښوونو اویا هم دافغاني تقلیدي دودونو په اساس مشر اوحاکم ونو موي، خو دوی باید په دې هم ځانونه وپوهوي چې هغه څوک چې په افغانستان کې دانتخاباتو له لارې د مشر په توګه رامینځ ته شي، هغه پدې هیوادکې نامشروع او غیر قانوني بلل کیږي .

دوی زیاته کړه چې په افغانستان کې موجوده نظام او حکومت په افغانانو باندې دبهرنیو له خوا تپل شوی دی په داسې حال کې چې دوی دا هیڅکله هم نه دی منلی.

اوس چې موجوده دودیزه غربي ډیموکراسي په افغانستان کې دحکومتونو د مشرو عیت مصدر دی، نو موږ ویلای شو. همدا لامل دی چې د طالبانو تحریک چې دمشروعیت اساس یې دینی او مذهبي سرچینه ده نو ورځ تر بلې پیا وړی کیږی .

سرچینه : كريسټیان ساینس مونیټور

 ژباړه : احمد غزنوی

 

www.larawbar.com نه په مننه