په روژه كې روغتيا ده

ډاكټر سيد قنبر رضا

ژباړه: ن \ الهام

 

روژه د رحمتونو او بركتونو مياشت ده، چې اهميت يې د ژوند په ډېرو برخو كې څرګنديږي، په دې مياشت كې د الله له لوري مونږ ته د ثوابونو او د خپلو ګناهونو د ګفارې د ادا كولو لپاره موقع په لاس راكول كيږي، چې ورسره په خواكې زمونږ د ذهني او بدني ځواك د پياوړتيا سبب هم ګرځي.

د پېشمني او روژه ماتي په اړه څو لارښوونې چې ستاسو روغتيا ته ګټورې تمامې شي په لاندې كرښو كې لوستلى شئ.

پېشمني او روژه ماتې كي مناسبه اندازه خوراك پكار دى، په روژه ماتي كې د بدن د كمزورۍ د ختمولو لپاره د اوبو پرځاى مناسب جوس كارول د روغتيا په برخه كې مهم دى.

په پيشمني كې په ډكه خېټه خوراك كول ښه كار نه دى، كه مونږ په پېشمني كې په ډكه خېټه ډوډۍ وخورو د معدې نظام سستيږي او هاضمه خرابيږي، معده يوه خاصه اندازه خواړه هضمولاى شي، كه مونږ د ورځې په اوږدو كې له لوږې وېره ولرو او په پېشمني كې ډېر خواړه وخورو دا د ډېرو ناروغيو سبب كېدلاى شي لكه تيزابيت او د معدې انفكيشن.

كه مو له ډېر خوراك نه خېټه خرابه شي د كمزورۍ سره مخامخ كېدلى شو، ځكه خو په روژه كې د ثقيلو خوړو د خوراك نه ډډه پكار ده، لكه خوښه او نور، كه بيا هم ثقيل خواړه خورو نو كم بايد وخورو.

په پېشمني كې د غوړې ډوډۍ پرځاى د سپورې ډوډۍ او يا هم د ډبل ډوډۍ خوراك ښه دى، لږه اندازه كتغ او د مېوو جوس وڅښئ كه دا هم نه وي نو مڼه يا انار وخورئ، په دې سره به مو معده روغه او د روژې له روغتيايي ګټو به برخه من شئ.

 په پېشمني كې وريجې مه خورئ او په لوږه روژه هم هېڅكله مه نيسئ، كه مو پېشمنى قضا كړو نو بيا خو به پېښه وي، همدارنګه په پېشمني كې هګۍ او يا داسې خواړه چې هګۍ پكې كارول شوې وي كم استعمال كړئ او يا يې بيخي مه خورئ، ځكه چې له دې سره تنده زياتيږي او كه روژه د اوړي وي او ورځې اوږدې وي نو د ستونزې سره به مخ شئ، كه تاسو په دې روغتيايي لارښوونو عمل وكړئ، له دې سره به انشاء الله ستاسو روژه ډېره اسانه تيريږي او د كومې صحي ستونزې سره به هم نه مخ كېږئ، يوه بله خبره چې د يادولو وړ ده هغه دا چې د پېشمني نه وروسته آرام مه كوئ، خپل ورځني كارونه په آرامه ترسره كړئ، كه مو د ورځې په نيمايي كې خوب ته زړه وشي نو ښه خبره ده، خو كه مو د پېشمني نه وروسته خوب كړى وي بيا نو د ورځې په اوږدو كې خوب نه شئ كولى او بله دا چې د پېشمني نه وروسته خوب او آرام كول په معدې بوج راولي او معده پراخوي او ورسره په بدن كې سستي او خستګي هم پيدا كيږي، داسې به محسوسوئ چې ګوندې تاسو زښته ډېره ډوډۍ خوړلې ده.

دا خو د پېشمني په اړه روغتيايي لارښوونې وې اوس به راشو روژه ماتي ته:

روژه يا په خورما او يا هم په مالګه ماته كړئ، دا هم ثواب لري او هم روغتيا ته ګټور تماميږي، د نوې څېړنې له مخې په خورما كې داسې غذا ده چې معدې ته ځواك وركوي او د وينې رواني په رګونو كې زياتوي، خورما نه يواځې هډوكي كلكوي ورسره بدن ته انرژي هم وركوي، چې د بدن د كمزورۍ په لرې كولو كې مرسته كوي.

 د خورما نه وروسته تړمې اوبه په ډېره كمه اندازه و څښئ، دا هم د معدې فعاليت زياتوي او هم د معدې د تيزابيت په ختمولو كې مرسته كوي، د پېشمني په څېر په روژه ماتي كې هم غوړي كم وكاروئ.

 كه تاسو غواړئ چې روژه مو صحتمنده وي او د معدې له ناروغيو په امان پاتې شئ، نو د روژه ماتي نه سمدستي وروسته ډوډۍ مه خورئ، د ماښام لمانځه نه وروسته چې جمعې ته لاړ شئ نو دابه هم روغتيايي هم د ثواب ګټه ولري، كه ډېره ډودۍ وخورئ او ونه ګرځئ، په پېشمني كې به مو طبعيت د ډوډۍ خوراك ته نه وي برابر، كه مو په دې لارښوونو عمل وكړ، هم به د روژي د عبادتونو او ثوابونونه محروم پاتې نه شئ او هم به مو روغتيايي حالت د پوره ډاډ وړ وي، د ميوو جوس او يا هم ميوه د روژه ماتي نه وروسته بدن ته ګټوره ثابتيږي.

 ميډيكل ساينس د روژې په اړه په زړه پورې لاسته راوړنې لري:

د سويډن څيړنيز عالمان وايي چې په روژه كې ډېر چاغ خلك خپل وزن بايلي خو برعكس، ډنګر او كمزوري خلك بيا پكې چاغيږي او په بدني روغتيا كې يې مثبت بدلون منځ ته راځي، په روژه كې د جسم او په ځانګړې توګه د معدې نه د فضله موادو اخراج پيل كيږي، زړه، معده او د انسان د هاضمې سسټم پياوړى كيږي.

 په روژه كې وړې او غټې نشې كوونكو سره هم مرسته كيږي، كه دوى وغواړي په دې دېرشو ورځو كې كولاى شي چې د خپلې نشې نه ځان خلاص كړي، همدارنګه هغه كسان چې ډېر چاغ دي كولاى شي له روژې نه د خپل وزن په كمولو كې ګټه واخلي.

روژه د اروايي ناروغۍ او د ډېرې غوسې مخنيوى هم كوى.