Learning to Love Yourself

له ځان سره مينه زده كړئ

ليكوال : Leslie Karen Lobell, M.A.

ژباړن  :    نصرت الهام

د خپل ځان سره مينه تر ټولو لوړه وګڼئ، ځكه چې دا ډېره اړينه ده او د ښه ژوند او ښه وخت ضمانت كولاى شي. ډېرو خلكو ته د ځان سره مينه كول اسانه نه دي او نه هم اسانه ورته ښكاري، مونږ ته زيات وخت د ځان سره مينه كول تښتېدونكى او مرور شى ښكاري، دا خو سمه ده چې د ځان سره مينه كول او د ځان قدر كول په ژوند كې يو اړين عمل دى، خو څنګه كولاى شو ځان سره مينه وكړو؟  په لاندې كرښو كې له ځان سره مينه كول زده كړئ، عملي يې كړئ  او ګټه ترې واخلئ.

كه مونږ غواړو چې نورو ته مينه وركړو، خو د خپل ځان سره مينې كولو ته مو پام نه وي او د خپل ځان خيال ونه ساتو دا به داسې مثال ولري لكه مونږ چې د يو لوښي نه اوبه تويوو خو بېرته يې نه ډكوو، كه مونږ همدا عمل جاري وساتو نو لوښى به تش شي بيا به مونږ ونه شو كولاى چې نورو ته مينه وركړو، مانا دا چې مونږ نورو ته د مينې وركولو لپاره د خپل ځان سره مينې كولو ته اړ يو، په خپل ځان كې مينه تقويه كول او خپل ځان ترتيب كولو ته اړتيا لرو. مونږ څنګه ځان سره مينه شروع كړو؟

مونږ د خپل ځان سره مينې كولو ته په څو لارو رسېدلاى شو، په دې برخه كې ډېرې شونتياوې لرو، لومړۍ لاره:

ځان تغذيه كول، د خپلې روغتيا خيال ساتل يا ښه خواړه خوړل او همدارنګه ورځنى ورزش كول، ټوكې ټكالې كول، دمه او استراحت كول، د څه وخت لپاره يواځې كېدل، د ملګروسره بانډار كول يا  د همكارانو سره، د خپل ښارګوټي نه د شپې وتل كه شونتيا يې وينئ، د ماښام د ډوډۍ لپاره بهر وتل، موزيك بانډار او اتڼ كول، تياتر ته تلل، كنسرت ته تلل، سينما ته تلل، خو په دې هرڅۀ كې عادلانه چلند كول هم د پام وړ دى، هرڅه چې ډېر شي نو ګنډېر شي، د خپلو رخصتيو  د ښه تېرولو لپاره پلان ولرئ.

پورتني فعاليتونه د ځان سره د مينې كولو لارې دي، خو داسې هم نه ده چې هرڅوك دې دا فعاليتونه تر سره كړاى شي يا به امكانات ورته برابر نه وي او يا به هم  د ډېر مصروفيت او كا رله امله نشي كولاى چې دومره تفريحي، روغتيايي او ټولنيز فعاليتونه تر سره كړي او يا هم كېداى شي يوڅوك نه غواړي چې ډېر مصرف وكړي، كوم رستورانت ته د ماښام د ډوډۍ لپاره تلل يا كنسرت ته تلل پيسو مصرفولو ته اړتيا لري، كه داسې وي تاسو كولاى شئ چې يوه ژاوله واخلئ، په خپل كور كې د شمعې رڼا ته په آرامو اعصابو ډوډۍ وخورئ، د سيند په غاړه منډې ووهئ او ولامبئ د سيند اوبه صحي او تازه كوونكي وي. د لمر د لوېدلو منظرې ته په ارامو اعصابو كېنئ، د ليكلو نه خوند واخلئ، د كوټو او دروازو له رنګولو نه خوند واخلئ، له كوټې جارو كولو او پخلي كولو نه خوند واخلئ او زړه مه ورته تنګوئ، دې ته ورته نور فعاليتونه چې ستاسو زړه يې غواړي هم ترسره كولاى شئ،  دا په دې برخه كې څو بېلګې دي، چې ستاسو لګښت پرې نه راځي، تاسو كولاى شئ چې د خپل تخيل او ابتكار له مخې نور بې لګښته فعاليتونه چې ستاسو اعصاب ارام كړاى شي ترسره كړئ.

له خپل ځان سره د مينې كولو او د خپل ځان د قدر كولو بله لار:

تاسو بايد د خپل ځان او ضمير سره په خبرو كولو وپوهېږئ، د خپل ځان سره خبرې هر انسان په غير شعوري ډول هم كوي خو دغه خبرې كول بايد مونږ مثبت لوري ته رهبري كړو، ځان سره خبرې كول په اصل كې هغو خبرو ته وايي چې په خپلسري ډول پرته له فكر كولونه كيږي، له خپل ځان سره په مهربانۍ  خبرې وكړئ، د خپل ځان سره په خبرو كولو كې ځينې خلك ډېر افراط كوي دوى خپل ځان ته ډېر په غوسه كيږي، چې يو غوسه ناك روحي نقاد ترې جوړيږي او د ژوند په چارو كې ورته ستونزې پيدا كوي، كله چې مونږ يو كار خراب كړو، يا مو كوم غلط كار كړى وي، زمونږ ځان او ضمير مونږ سره خبرې كوي: (( ما ډېر كم عقل كار وكړ، زه هېڅ كار هم په ښه توګه نشم ترسره كولاى... زه خداى خبر څه كوم لګيايم...)) كه تاسو سره خپل ځان دا ډول خبرې وكړي، دغه خبرې په دې وخت كې هېڅ ګټه نه لري، ستاسو خفګان او ناكراري لا زياتوي.

مونږ دې ته اړتيا لرو چې دغه منفي پيغامونه د غلطۍ د ترسره كولو نه وروسته په مثبتو هغو بدل كړو، لكه : (( اوهو زه غلط شوم، خو خير ښه به شم..... له غلطيو زده كړه كول پكار دي زه به په راتلونكي كې د داسې غلطۍ د تكرار نه بچ شم... بسوزه كه بسازه، دا زما تجربه زياتوي)) كله چې ته يوه غلطي وكړې او كله چې ستا ځان تاسره خبرې پېل كړي، ته كولاى شې چې خپل ځان راټول كړې ، په ياد ولرئ چې انسان كمزورى دى او هركله امكان لري چې يوه غلطي ترسره كړي، تاسو په دې برخه كې خپل روحيات تقويه كړئ.

ځينې وخت د يو ښه كار په ترسره كولو يا په يو كار كې د ښه برياليتوب په ترلاسه كولو هم د خپل ځان سره خبرې كنټرول كړئ، يواځې په خپل ځان نقد كنټرولول هم كفايت نه كوي، كه ژوند له برياليتوبونو ډك وي هلته هم تاسو ته ستاسو د خپل ځان خبرې په افراطي توګه ضرر دررسولى شي او ستاسو منفي لورى تقويه كېدلاى شي، نو ځكه خو بايد د خپل برياليتوب په وخت كې هم د زړه او ضمير غږ د ځان په اړه كنټرول كړئ .

كه له غلطيو او ناكاميو تېر شو او ورځنيو چارو ته راشو نو په ورځنيو چارو كې هم مثبتې رويې او مثبت پيغام ته زښته زياته اړتيالرئ چې په خپل ځان كې يې د خپل ځان لپاره وروزئ، تاسو د دغې مثبت لوري د تقويې لپاره تاكيد او تمرين ته اړتيالرئ، چې دغه چاره وخت ته هم اړتيا لري، د ځان لپاره وخت وټاكئ په دې وخت كې خپل تمركز وساتئ، په همدې تمرين تمركز وكړئ او دغه ځواك پياوړى كړئ، د مثبت پيغام د لاسته راوړلو په دې تمرين كې تر هغې تقليد او جعل كاري وكړئ يا په بل عبارت د زړه په زور يې ترسره كړئ، ترڅو چې پوخ يې كړئ او خپل ځان ته په ورځنيو چارو كې د مثبت پيغام په وركولو هوسا و اوسئ. د مثال په ډول: تاسو هره ورځ خپل ځان ته ووايئ، (( زه خوښ او كامياب يم)) يا (( زه مينه ناك، ظرفيت لرونكى او كارونه ترسره كوونكى يم)) ......((زه قوي يم، زه په خپل ځان اعتماد لرم))   تاسو دا هم كولاى شئ چې دغه جملې داسې ځاى وليكئ چې بيا بيا ورسره هره ورځ سترګې په سترګو شئ، د خوب د كوټې په ساعت يې ولګوئ، د خپل كمپيوټر د منيټور په پاسنۍ برخه يې نصب كړئ، د خپل كار د مېز په يوه برخه يې نصب كړئ، كله چې هم بې كاره شې، او يا يواځې شې، دغه جملې يا ولوله او يا يې په زړه كې تكرار كړه او خپل ځان ته يې تلقين كړه، كه تاسو دغه تمرين تر يو څه وخت مثلاً يوه مياشت تر سره كړ، تاسو يې په ورځنيو چارو كې روحي ګټه خامخا ليدلى شئ.

چې داسې ده نو مخكې لاړ شه، له خپل ځان سره مينه وكړه، ځان ښه لوري ته تلقين كړه، څومره چې د خپل ځان سره مينه كوې، په دې باور ولره چې نورو ته به هم په زړه كې مينه ولرې چې ور يې كړې، ستا ملګري او ستا خپلوان به تل درنه خوښ وي او ستا تر شاوخوا به وي، د خپل ځان سره مينه هغو خلكو ته چې ستا شاوخوا ژوند كوي او يا ستا په ژوند كې شامل دي هم ګټه رسوي او تاسو ته خو يې ګټه تر هرچا ډېره ده.