غزل

په شنه ابي جوړه کې مه راته په مخه راځه
انقلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه

ګلابي رنګ مې کمزوري ده ، نه چې و دې بخښم
په ګلابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه

ګوره ! روژه رالنډه شوې ده، کافر به مې کړې
سره ،شرابي ،  جوړه کې مه راته په مخه راځه

سپينه جوړه دې مبارک ؛خو په عذاب اوړمه
دې ثوابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه

د چاپې دار کميس مېرمنې ! زړه مې شل رنګه شي
اظطرابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه

پېښورۍ ! ما له کابلي غرور نه مه خلاصوه
په پنجابي ، جوړه کې مه راته په مخه راځه

جلال امرخېل - بلجيم