راليږونکی : غزل

ټليفونشميره:

برېښناليکپته: nabila.ghazal@gmail.com  

سرليک: غزل

نېټه: 19.08.2009 08:23


        غزل

نبيله غزل

هرڅـه بې رنګه او نوره ښكاري څه رنګ پاتې نه دى
د خپـلواكۍ جــزبه مـړه شـوې غورځنګ پاتې نه دى

زمونږ په كلي جنــګ روان دى خــو پـردي يـې كوي
زمـــونږ په زړه كـې له پردو سره جـنګ پاتې نه دى

په دغــې خـاوره ننګ پكار دى مګر څوك يې وكړي
چې په ځــوانانـــو كې غــيرت نشته ننګ پاتې نه دى

اوس مو د پېــغلو په قبـــرونو لــونګ شـنه ولاړ دي
اوس يــــې په غـاړه لونګــين او لــونـګ پاتې نه دى

چې د غزل، غــزل اوس تــرنګ لـكه رباب نه كوي
زيــــارت پــــه بم بانــــدې الوتــى ملنګ پاتې نه دى