غزل

ستـا د يــاد بلا مخلــوق پكــې راپنــــډ دى
په زړګي كې مې غمونو جوړ غويمنډ دى

ســتا د ســترګــو بڼ ته تـله اسانه نـه دي
چارچــاپيره تريـنه پروت د بڼو غونـډ دى
د يـــوه وجــود اعــضا دي پښــتـــانه دي
كـه كـــابل دى كـه خــيبر كه ملاكنــډ دى
په پـردي وطـــن كـې غواړي ديـــدنونــه
زړه مې ډيرې ناروا كيسې ته رنــــډ دى



د وصال درمان ته پروت سترګې په لار دى
له زړګي مې جوړ د تورو وينــو ډنـــــډ دى

قدرت الله درمان خوست